افغانستان

عبداللطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چنګاښ ۱، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غني د باختر پوهنتون رییس عبداللطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  ټاکلی دی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د یوه فرمان پر اساس نوموړی دغه وزارت ته نوماند هم دی او ژر به ولسي جرګې ته د باور د رایې اخېستلو لپاره معرفي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر دنده لري څو د اساسي قانون د ۹۱مې مادې سره سم عبداللطیف روښان ولسي جرګې ته د باور رایې د اخېستلو لپاره معرفي کړي.

عبداللطیف روښان د کابل ولایت اوسیدونکی دی، د دکتور تر کچې یې زده کړې په امریکا کې کړي او د باختر خصوصي پوهنتون رییس هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x