
اسلام اباد تر ټولو خطرناک ښار دی
نن ټکی آسیا: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لورې خپاره شوي راپور کې د هېواد پلازمېنه د هېواد په کچه تر ټولو خطرناک سېمه پېژندل شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا راپور د پارلمان د داخلي چارو کميټي ته وړاندې کړی.
په راپور کې راغلي، چې اسلام اباد په دې تر ټولو خطرناک ښار په ګوته شوی، چې په پاکستان کې دننه د ټولو وسلوالو او حکومت ضد ګروپونو خلک پکې مېشت شوي دي او آزادانه تګ راتګ پکې کوي.
په راپور کې همداراز راغلي، چې د ختیځ او لویدیځ پولو له لارې پاکستان ته د وسلو او وسلوالو راوړل هم بې ساري زیات شوی.
راپور د ټولو هېواد په کچه تحریک طالبان پاکستان او لشکرجنګوي ګوندونه تر ټولو مجهز، فعال او هره شېبه د کورني امنیت لپاره د خطر زنګ په توګه په ګوته کړې دي.