افغانستان

د اشرف غني فتوا: د حکومت تر واک د باندې سيمو کې د خلکو نکاح نه کيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا په خپلو حيرانوونکو څرګندونو کې په ارګ کې له خپلو درباري ملایانو پوښتنه کړې، چې ايا د دولت د حاکميت له سيمو د باندې شخصي معاملې او  نکاح سهي کيږي؟!

که څه هم علماوو، د اشرف غني د خبرو ځواب نه دی ویلی، خو د ده په باور هغه سيمې، چې  د ګډ حکومت له واکه بهر وي، د خلکو شخصي معاملې او حتی نکاح هم په کې نه سهي کيږي.

اشرف غني په ارګ کې د قران کریم د نزول اونۍ د نمانځلو په غونډه کې له درباري ملايانو دا پوښتنه کړې ده.

د ګډ حکومت مشر د حکومتي ملایانو هغه هڅې ستایلي، چې د حکومت له کړنو او حاکميته يې تل دفاع کړې ده.

ښاغلي غني ملایانو ته په خطاب کې وويل: «تاسې له ما دفاع نه کوئ، تاسې له خپل حکومت څخه دفاع نه کوئ، بلکې تاسې له يوه اسلامي نظام څخه دفاع کوئ» او پوښتنه يې کړې، چې ايا د دولت له واکه د باندې سيمو کې نکاح اوشخصي معاملې سمې دي؟

اشرف غني  دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سيګار او  ګڼو نورو نړيوالو ټولنو ويلي، چې يوازې ۵۷ سلنه خاوره د حکومت تر واک لاندې ده او په پاتې نورو سيمو کې يا هم طالبان واکمنان دي او يا هم طالبان په کې پراخ فعاليتونه او نفوذ لري.

اشرف غني خپل نظام په داسې حال کې مکمل اسلامي بولي او له ديني علماوو د دې نظام دفاع فرض بللې، چې د هېواد ځمکه او هوا د بهرنيو ځواکونو په لاس کې ده، هر ورځ لسګونه هېوادوال په جګړو، چاپو او بمباریو کې وژل کيږي او امریکا افغانستان ته د جګړې لپاره د زرګونو نورو عسکرو د رالېږلو پرېکړه هم کړې ده.

پر ولسمشر غني يوه نيوکه دا کېږي، چې د افغانستان له کلتور د اسلام له اصطلاحاتو سره تر اوسه بلد نه دی او وخت پر وخت داسې څرګندونې کوي، چې حتی د ده د پلویانو لپاره د شرم لامل ګرځي.

له تېرو درې کلونو راهيسې، چې دی د ګډ حکومت مشر شوی، په ګڼو غونډو کې يې دغسې تېروتنې کړي دي. يو ځل يې د ازبکستان پوهنتون کې ويلي و،«د پيغمبر علیه السلام له احاديثو وروسته معتبر ترين کتاب بخاري شريف دی.» بيا يې د شيعه ګانو په يوې غونډې کې ويلي و، «حضرت حسین نواسه خدا». همدارنګه په هرات کې یې د جنازې له لمانځه وروسته د دعا پر مهال غوږو ته لاس پورته کړی او يو شمېر داسې نورې نادودې يې هم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Mr. Ghani, You do not have to open your mouth and say every thing. before you say some thing related to religion please consult your advisers.
Nikah is the exchange of vows between a male and female in the presence of two male witnesses or 4 female witnesses.

عزيزالله عاجز

. اشرف غني صاب ته دافتوا لکه چې حکومت يار صاب ورکړې ده ځکه دافتوا د حکومت يار صاب دهغه فتوا سره سمون خورې چاچي خپل قدرت ته درسيدو په خاطر په هيواد کي پنځوس زره بيګونا افغانان دجهاد ترفتوالاندي وژلي.او کابل جان يي په کنډواله بدل کړي دي

جلال

كم عقل توب او نفاق حد نه پیژنی۰

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دغه دا لریز ملایان دی چی تاته ی په زیات صلیبی سازمان ملل کشی تش په نامه مشروعیت درکری دی اوملایان دی هم دستاپه سیر نه پوهیژی اوکه پوهیژی هم هغه داسی چی وایی دغه صیلبی اشغالگر متجاوزگر داسلام اوخاوری دوستان ده زان اوصلحی اوطن بولی نوچی ته دغسی شرمیدلی شی وی خو ملایان دی هم دغسی شی دی چی حق اونا حق نه پیژه نی ناحق ته حق وایی نامشروع ته مشروع وای تجاوز داسلام اوخاوری ته دفاع وا ی دصلیبی بادانو مخته یفینی جامی واغوندی دخبرنیگار اوپیلمردار مخته اوهغی هم په تلویزونو اورسنیو کشی پخش کی اودغه صلیبی… نور لوستل »

مرادى

داخو ديهوديانو ادعا ده اوغنى هم دکليسا روزلشوى ### ده
الله،ج،دى دايهودى تباه کړى امين

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

خدای دی خوارکره شرمی لی دی بهرنیانو دلاس آله خویی خو په داخیل کشی هم یو چا دلاس آله کرزه ولیی ….گگ…

khushal

تر ټولو دمخه زه کمونست ، سکولریست او غلام غنی ته وایم دری ټیمونه چه د انګریزانو، روسانو او امریکایانو به ټانکو سپاره د مظلوم اولس وژلو او استثمارولو د پاره راغلی دی د انګریزانو غلام شاه شجاع او ټیم یی د روسانو غلام ترکی، امین، نجیب او کارغل او ټیم یی د امریکایانو غلامان کرزی، ع او غ او ټیم یی دی مظلوم اولس له افغانیت ، اسلامیت او انسانیت له هویته بی برخی کړی دوی نه افغانان ، نه مسلمانان او نه انسانان دی حتی حیوانات پری شرف لری حتی روسان ، انګریزان او امریکایان پری شرف لری… نور لوستل »

محمد

د غنی او اسلام یی سره څه یو ډموکراټ دی دده ژوند پر دموکراسی ولاړ دی او دموکراسی خپله کفر دی تا سی د سیاف مردود کتابونه وګوری چې هغه دموکراسی چشی بولی – هو یو خبره سته هغه دا چې سیاف دا حکم هله کاوه چې د امریکایی غلامی پړی یی په غاړه کې ښکاره نه ؤ اچولی – مګر تاریخ دده خبری لیکلی دی او نه هیریږی – نو ددی څخه معلومه سوه چې غنی خپله د نکاح خاوند سوی نه دی او ټول وخت یی په زنا تېر کړی دی – لعنة دی وی پر کافرانو او… نور لوستل »

Hameed

پکه دا دې لا بله سپکه، ها چې کړنې یې د اسلام له اساساتو سره کاملا په ټکر کې وي هغه لا پریږده سپین سترګی ته یې بیخي حیران یو

نا پيژاند

سلامون او نيكي هيلي
زما په نظر د غني مطلب به دده پشان بي نكاح ښځو سره واده كول دي

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x