افغانستان

امریکا د افغان ملي اردو په يونيفورم ميليونونه ډالر ضايع کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶):  افغانستان کې د امریکايي مرستو پلټونکې ادارې «سيګار» يو ځل بيا افغانستان کې د امريکايي پروژو په پلي کېدو نيوکې کړي او وايي، چې د ملي اردو يونيفورم د فیشن لپاره ۲۸ ميليونه ډالره ضائع شوي دي.

د سيګار مشر جان ساپکو په خپل تازه اوولس مخيز راپور کې ويلي، چې د افغانستان د دفاع پخواني وزير پر امریکايي چارواکو د ملي اردو لپاره داسې ډيزاين شوې دريشي منلې، چې ده يې ډيزاين په انټرنيټ لیدلی، چې رنګ يې ځنګلي و.

سيګار نيوکه کوي، چې د افغانستان اته نوي سلنه خاوره سحرايي ده او يوازې دوه سلنه يې ځنګلي برخه ده، نو په داسې حال کې دغه ډول يونيفورم په سحرايي سيمو کې د افغان ځواکونو لپاره د کارولو نه و.

جان ساپکو وايي، چې عبدالرحيم وردګ دغه ډيزاينونه په انټرنيټ ليدلي وو، خو د پنټاګون چارواکو ورسره دغه ګرانه بيه ډيزاين په داسې حال کې منلی و، چې د امریکا دفاع وزارت سره خپل ډيزاين جوړوونکي ټيمونه هم وو.

سيګار زیاتوي، چې د افغانستان ملي اردو لپاره په اته ويشت ميليونه ډالرو څوارلس لکه دريشۍ جوړې شوي، چې د افغانستان له ځمکني جوړښت سره سمون نه خوري او تر اوسه نه دي کارول شوي.

«د يوه وزير د خواهش او ډيزاين لپاره دغه اته ويشت ميليونه ډالر د امریکا د ولس د ماليې پیسې وې، چې د بې پرواهۍ سربېره د فساد ښکار شوي او دا يوه بې عقله پرېکړه وه، چې زيان يې  د امریکا ولس ته رسيږي.»

جان ساپکو وايي، د امريکايي پوځ په يونيفورم کې ډېر داسې ډيزاينونه شته، چې  د افغانستان ملي اردو لپاره هم مناسب وې او که عبدالرحيم وردګ خوښې کړې وای، نو د امريکا د ماليې اته ويشت ميليونه ډالر به نه ضايع کېدل.

د سيګار د راپور له مخې اوس هم ممکن ده، چې د امریکايي عسکرو يونیفورم افغان ملي اردو او ځانګړو ځواکونو ته ورکول شي او د راتلونکو لسو کلونو لپاره د امريکا ۷۱ ميليونونه ډالر له ضايع کېدو خوندي شي.

د سيګار د راپور په پای کې راغلي، چې دا يوازې د افغان ملي اردو د يونيفورم د ډيزاين او انتخاب ستونزه نه ده، بلکې افغانستان کې د امریکا د مرستو ډېری قراردادونه په فساد لړلي دي، چې له امله يې ميلياردونو ډالر د فساد ښکار شوي دي.

جان ساپکو پخوا هم افغانستان کې د امريکا په مرستو او پروژو نيوکې کړې وې، دغه پروژې يې له فساده ډکې بللې وې. سيګار وايي، چې ملي اردو او پوليس خپلې وسلې، تېل او نور توکې پر طالبانو او نورو خلکو پلوري او خپل ژوند پرې تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x