افغانستانورزش

افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی شو – ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۶ل): د کرکټ نړیوالې شورا په یوه بې ساري اقدام کې افغانستان کرکټ لوبډلې ته د دغې شورا بشپړ غړیتوب او د ټیسټ لوبډلې حیثیت ورکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغې شورا ټولو غړو د افغانستان او آیرلینډ بشپړ غړیتوب تایید کړ.

د آی سي سي اجرائیه رییس ډیویډ ریچرډسن افغانستان ته د کرکټ بشپړ غړیتوب مبارکي ورکړې او ویلي دي چې افغانستان او آیرلینډ دواړو د آی سي سي معیارونو سره ځان برابر کړی و او له همدې کبله د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب ورکړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق ستانکزي هم د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ستره لاسته راوړنه بللې او دا یې د اختر څخه وړاندې بله ستره ډالۍ ګڼلې ده.

د افغانستان او آیرلینډ ته د بشپړ غړیتوب ورکولو سره د کرکټ نړیوالې شورا د غړو شمېر ۱۲ ته پورته کړ.

تر ۱۹۸۲ پورې دغې شورا ۷ غړي درلودل خو په همدغه کال د سري لنکا بشپړ غړیتوب ومنل شو،. په ۱۹۹۲ کې زمبابوۍ او په ۲۰۰۰ز کال کې بنګلادیش ته د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو.

کرکټ په افغانستان کې اوږد تاریخ لري، خو افغانستان په ۲۰۱۱ کې د نړیوالو یو ورځېنیو لوبو د کولو حیثیت واخېست.

جګړه ځپلي افغانستان دوه کاله وروسته د کرکټ نړیوالې شورا دوهمه درجه لوبډله شوه، په ۲۰۱۵ز کال کې یې په لومړي ځل نړیوال یو ورځېني جام کې لوبې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x