
يو امريکايي د احتجاج په توګه د لس لکو ډالرو ګلدانۍ ماته کړه
د امريکا په فلوريډا ايالت کې يو امريکايي د يو چينايي هنرمند په لاس جوړه شوې ګلدانۍ د احتجاج په توګه ماته کړه. ۵۱ کلن میکسمو پوليسو ته ويلي چې دا کار يې احتجاجا کړی؛ ځکه چې په ميوزيم کې د ځايي هنرمندانو هنر ته ځای نه دی ورکړای شوی.
د غه ګلدانۍ د چنايي هنرمند اي ونې ونې په لاس جوړه شوې، چې د روان کال تر مارچ پورې به د فلوريډا په ميوزيم کې ايښي وي.