نظــر

مسلمانان به کله راويښيږي – لاملونه او لارې چارې دوهمه برخه

نيازالله عرفان
لاملونه
۲ – بهرنی تعرض:
دوهم لامل بهرنی تعرض دی، چې دا هم د خپل منځي جګړو له وجهې رامنځ ته کيږي. ځکه د همدې خپل منځي جګړو د نه حلولو په صورت کې بهرني استعمار ته لار هواريږي. کله چې مسلمانان خپلو کې سره ووېشل شي، بيا يې هر يو د يوې وړې لښتې مثال لري چې ماشوم يې هم ماتوالی شي، خو کله چې دوی ټول راغونډ د اخوت او وروګلوۍ په پړي سره تړل شوي وي؛ د هغه لوی ګيډي مثال لري چې يو زورور سړی يې حتی له ځايه ښورولی هم نه شي.

بهرني يرغلګر هيڅکله پر داسې ټولنې او ولس نه شي برلاسي کېدای چې هغوی ټول د دوی پر وړاندې يوه خوله وي، نو ځکه خو يرغلګر هم تر هر څه وړاندې يو مطلوب هېواد يا ولس کې داخلي اختلافاتو ته لمن وهي او پر يو او بل نوم هلته مختلفې پارټۍ، ډلې، جبهې او بالآخره واړه واړه هېوادونه او حکومتونه رامنځ ته کوي، چې هر يو به يې بيا د همدې بهرني دښمن د مرستې منندوی وي او د ده هره غوښتنه به په سر سترګو مني.

له داسې پېښو تاريخونه ډک دي او د هر استعمارګر د کاميابی راز په همدې قاعده کې نغښتی. وايي کله چې سکندر پر فارس حمله وکړه؛ نو خپل استاد ارسطو ته يې يو ليک ولېږه او له هغه څخه يې د خپلې کاميابۍ په هکله مشوره وغوښته. هغه ورته وليکل: د هغوی واړه واړه مشران ونازوه او هر يو ته يې د هېواد يوه وړه ټوټه په لاس ورکړه او په هر يو يې د پادشاه نوم کېږده، که داسې وکړې نو هر يو به يې ستا په اشاره چليږي، ستا احسان به پر ځان مني، ستا لپاره به خپلو کې جګړې کوي او هر يو به ستا په ملګرتيا فخر کوي. ته به تر ډېره هلته کامياب يې او ستا اهداف به دوی درته لټوي.

زموږ پخواني تاريخونه هم ټول له همدې پېښو ډک دی او په لسګونو ځله بهرنيو يرغلګرو پر مسلمانانو تېری کړی، خو کله چې مسلمانانو د هغوی پر خلاف په ټوليزه توګه مبارزه کړې، يرغلګرو هم ماته خوړلې او کله چې مسلمانان هم سره بې اتفاقه شوي او ځينو يې د بل مسلمان د ټکولو لپاره ملاتړ کړی نو اشغالګرو هم تر يو حده خپلو دسيسو کې کاميابي تر لاسه کړې، لکه همدا نن.

د يووالي د زور په هکله ډېرې زياتې کيسې موجودې دي، خو کله چې اختلافات رامنځ ته شوي او ولسونه پاشل شوي نو يرغلګرو د يو او بل له ټکولو وروسته آخر هغو هېوادونو کې هم ځينې له ځينو نورو بېل کړې چې د هغوی ملاتړ به يې کاؤ او ورپسې يې بيا هاغه وروستی هېواد هم نه دی پرېښی چې تر اوسه يې د همدې يرغلګر ملاتړ او د نورو وروڼو مسلمانانو د مظلوميت سيل کاؤ. مطلب دا چې د يرغلګر هدف ټول هېوادونه وي، خو څنګه يې چې په ټولو يو ځل زور نه رسيږي نو د يو پلان په توګه يو يو له منځه وړي.

۳ – اقتصادي ځوړتيا:

قرآن کريم د الله تعالی يو داسې معجز کتاب دی چې د ژوند هرې لحظې ته خپله تګلاره او قانون لري، کله چې ژوند د همدې الهي کتاب پر اصولو برابر روان وي؛ همدغه کتاب د ژوند د برياليتوب لامل دی. خو هغه څوک چې خپل ژوند پر دغه الهي کتاب برابر نه کړي، هم به په دې دنيا ذليل او هم به يې آخرت برباد وي او همدا قرآن کريم به پرې دليل وي. نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي: اِنَّ اللهَ يرفع بهذا الکتابِ اَقْواماً و يَضَعُ بِه اخَرِيْن. يعنې دا (قرآن) هغه کتاب دی چې الله تعالی په دې سره هغو خلکو ته عزت ورکوي چې پر دې کتاب عمل کوي او هغه خلک چې دغه الهي کتاب ته يې شاه کړې وي هغه به خوار او ذليل وي.

نو څرنګه چې نن د اکثره مسلمانانو ژوند له خپل مبارک کتاب سره په ټکر کې دي، د پېغمبر پر لارښوونو عمل نه کوي، ديني پوهه نه لري، د الله تعالی د ذات پر ځای پر اسبابو يقين لري، خپل پرمختګ د کفارو په پلانونو، رواج او کلتور کې لټوي، نو دا مسلمانان به څرنګه کامياب او برلاسي شي!

نن مسلمانان پر اقتصادي لحاظ ګډوډ او کمزوري دي، ځينې يې د ډېر فقر او غربت له امله حتی کفارو ته محتاج دي؛ خو ځينې نور يې نه پوهيږي خپل مالونه په کومو چارو کې مصرف کړي، د مصرف ځای يې ترې ورک دی، په هيڅ قسم فحاشي او عياشي درېغه نه کوي. نن مسلمانانو کې د اخوت او ورورګلوۍ هيڅ احساس نه دی موجود، حال دا چې نبي عليه السلام ټول اسلامي امت د يو جسد په توګه بللی، خو نن د همدې اسلامي امت پر نيمه برخه اور بل دی خو نيم نور بدن يې هيڅ درد، غم او تکليف نه محسوسوي. د اسلامي امت د همدې ګډوډ او کمزوري اقتصاد لپاره اسلام يو ځانګړی نظام لري، چې هغه زکات، عشر، صدقات او خيرات دی. که چېرې همدغه نظام نن هم پلي شي ټول اسلامي امت به له موجود فقر او غربته خلاص او ټول مسلمانان به يو معتدل ژوند پيل کړي. هر مالدار چې خپله ټولنه کې د موجودو فقيرانو او بې وزليو وګړو مرسته وکړي، له حقيقته لرې نه ده چې ټوله اسلامي ټولنه به له روانې اقتصادي کمزورۍ خلاصی ومومي. همداراز هغه خدای ورکړې شتمنۍ بايد د مسلمانانو تر کنټرول لاندې راشي چې نن سبا يې ټوله ګټه کفارو ته رسيږي؛ لکه: اوبه (سمندرونه)، تېل، ګاز، قيمتي ډبرې، غمي، زر او نور کيمياوي مواد. يقيناً چې دغه چارې د مسلمانانو يو قوي اقتصادي نظام رامنځ ته کولای شي، بيا به نه دغو ناروا ماليو ته څه ضرورت وي او نه د کفارو مرستو او سودي نظام ته.

نور بيا…

نياز الله عرفان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x