fbpx

له تورې بوړې تر ایبټ آباده ــ د اسامه زوی د خپل پلار کیسه کوي(دوهمه برخه)

لیکوال : مصطفی حامد (ابوالولید المصري)
ژباړونکی : عبدالرحیم (ثاقب)
بیاهم د ژباړونکي یادښت:
درنو لوستونکو!

په روانې لیکنې کې دا برخه له اسامه بن لادن سره د حکمتیار صاحب لیدو ، اوسیدو او کړو وړو ته ځانګړې شوې، دا چې د هغه وخت د زماني او مکاني شرائطو له وجې د جانبینو ترمنځ څه تیر شوي ما (ژباړونکي یې ) یې د نشر او نه نشر په اړه له ځینو مصلحت غوښتونکو وروڼو سره مشوره وکړه.

چې په هغو کې یې ځینو په عدم نشر او ځینو نورو یې بیا په نشرولو ټینګار کاوه.

بالاخره مې خبره د لیکنې له لیکوال استاد مصطفی حامد سره شریکه کړه چې د ده په موافقه د لیکنې دا برخه هم په اصلي لیکنه او هم په ژباړه کې معطله او که نشر کړل شي؟

د لیکنې لیکوال زما د دې وړاندیز په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې په دې لیکنې کې محورې ټکی همدا برخه ده او ما په خپلې مقدمې کې خاص پر همدې خبرې ترکیز هم کړی.. نو که تاسې غواړئ د لیکنې دا برخه معطله کړئ بیا زه غوره ګڼم چې تاسو د ټولې لیکنې ژباړه معطله او زه یې په خپلې اړونده ویب پاڼې کې عربي متن مکمل نشرکړم.

چې مجبورا زه هم دیته وادار شوم چې د لیکنې دا برخه د نورې لیکنې په څیر ترجمه او نشر ته وسپارم.

بناء زه د لیکنې د ژباړونکي په حیث له ټولو هغو وروڼو څخه چې د لیکنې د دې برخې لوستل یې د احساساتو په جرح کیدو سره د خوابدون لامل ګرځي مخکي تر مخکي بښنه غواړم او دوی ته یې د نه لوستلو توصیه کوم.

په درنښت (ژباړن)

حکمتیار را ورسید.

په کونړ کې زمونږ تر درې میاشتني اقامت وروسته حکمتیار( د ۲۰۰۲ کال په مارچ) کې د خالد الشیخ په وسیله زمونږ اقامتګاه ته راغی.

زما د پلار او زمونږ د ټولو هغو ملګرو ترمنځ چې په پاکستان کې اوسیدل هر ډول ارتباطات د خالد الشیخ له لاري تنظیمیدل.

له پلار سره مې د حکمتیار تر لومړي ملاقات وروسته نوموړی یوه بل ګوښه کور د ځان له پاره تعین او هلته یې یواځې اوسیدل غوره کړل.

له هغه ګوښه ځایه به زمونږ استوګنځي ته راته او زما له پلار، ډاکټر ایمن او ابوالغیث سره به یې سري مجلس کاوه.

سره له دې چې زه او ورور به مې د دوی څلورو په مجلس کې نه کیانستلو، خو د دوی د مجلس له روحیې څخه به مو د دوی ترمنځ ناخوښي، او متشنج وضعیت له لرې حس کاوه.

وروسته حکمتیار زمونږ له هستوګنځي څخه ښه لرې بل ځای ته ولاړ، خو پلار به مې له نوموړي سره د رابطې او مجلس له پاره سلیمان ابوالغیث هماغه لرې ځای ته ورلیږه، مګر هرځل چې به نوموړی د حکمتیار له مجلسه بیرته راتو له حکمتیار سره د کړي مجلس له امله به سخت نیولی او خفه ښکاریده.

یوه ورځ حکمتیار دالته پسې راغی او له پلار سره مې په کومه خبره بحث پیل کړ د مجلس په منځ کې یې خبره سره واوښته ، نا ببره مې په پلار باندې ور برګ او مخامخ یې ورته وویل :

دلته زه امیر یم ته نه یې!

دا سوچونه دلته مه وهه چې ته اوس هم په کندهار کې یې!

{ د جانبینو ترمنځ کشمکش په زیاتیدو او باور په کمیدو و، تر دې چې د حکمتیار په کړنو او تصرفاتو باندې د بن لادن شکونه زیات شول، په تیره هغه مهال چې کله حکمتیار، اسامه بن لادن ، د هغه خاص ملګري او د هغوي امنیتي ترتیبات له پامه لویدلي وبلل.

له بن لادن سره د حکمتیار دغه ډول تصرفات د هغه عمدي عمل و.

ښايي اسامه بن لادن ته په دې وخت کې د مولوي صاحب خالص هغه لطیفه وریاده شوې وي کومه چې په ۱۹۹۶ کې نوموړي د حکمتیار په باره کې مونږ ته په خپل کور کې اورولې وه.

زه (لیکوال) او بن لادن د مولوي صاحب خالص کره میلمانه وو چې نوموړي له حکمتیار سره د خپل ژوند اوږده تجربه داسې راته خلاصه کړه.

((حکمتیار لکه ناړامه کچر داسې دی ، چې ترمخ یې تیرشي خولې در اچوي او که یې څټ ته شي په لغتو دې وهي)) .

په ۲۰۰۲ کال کې په هماغې تر ټولو خطرناکې مرحلې کې بن لادن له حکمتیار څخه د خولې لګولو او لغتې وهلو دواړه تکلیفونه ولیدل همدا لامل و چې په وروستیو کې یې د ده په اړه خپل د شک حدس ډیر وخت په یقین بدلیده}

تر دې وروسته به حکمتیار تل زمونږ د پټ استوګنځي خوا ته راته او له همدې ځایه به یې د ثریا ټلیفون په وسیله خبرې کولې.

پلارمي ورته وویل: چې له دې ځایه څخه په ثریا ټلیفون خبرې کول ستا او زمونږ ټولو ژوند ته خطر دی ، ښه دا ده چې ته له دې ځایه ثریا ټلیفون ونه کاروې ، خو حکمتیار یې خبره بابیزه وګڼله او همداسې یې خپلو تماسونو ته دوام ورکړ.

په داسې حال کې چې د حکمتیار او پلار ترمنځ می اړیکې ډیرې ترینګلې وې خو یوه ورځ حکمتیار ورته یو ساعت (ګړۍ) د سوغات په پلمه راوړ او د کوټې په منځ کې یې د میز د پاسه کیښود.

پلار مي ساعتي سوغات ته په کتو سره حکمتیار ته وویل:

ما چې خپل ټول شته ضروري شیان له ځانه لرې کړي او پري ایښي دي ، دا ستا سوغات به څه کړم؟

دا بیرته یوسه زه یې نه کوم.

هماغه و چې حکمتیار خپل راوړی سوغات بیرته له ځان سره یووړ ، خو زمونږ پټ ځای ته تګ راتګ یې نور هم زیات شو.

{ دا ښکاره خبره ده چې د بن لادن په خیال کې به دا ورګرځیده چې د دې سوغات په منځ کې به یې داسې مصیبت راته پټ کړی وي چې له الله تعالی ماسیوا به یې هیچاته د خطرناکتوب پته نه لګیږي.}

سري للغایه (اشد محرم )

د کونړ د آسمانڅکو غرونو په منځ کې زمونږ د اوسیدنې په مهال خالد الشیخ له کمپیوټر سره مل یوه سي ډي را ولیږله چې پر هغې له پاسه دا جمله لیکلې وه ـ سري للغایه

مونږ چې په داسې وضعیت کې و چې عادي شیان به هم راته سري او تشویش ناک مالومیدل پر سي ډي باندې د (سري للغایه) جملي لا په تشویش کې کړو.

پلار مې هم د کمپیوټر او سي ډي په لیدو سره و ویل:

عجیب !!

دا به تاسو نه ګورئ! بلکې یواځې زه به یې ګورم.

خو كله چې مې پلار سي ډي وکتله نو په هغې کې هیڅ شی هم اشد محرم نه و؛ بلکې په هغې کې د الجزیره ټلویزون د مشهور مصري ژورنالیست یسري فوده هغه څیړنیز پروګرام ریکارډ شوی و چې د پروګرام عنوان یې (سري للغایه ) و او د سپتمبر د پیښې په اړه څیړنه او تحقیق ور کې شوی و.

په (سري للغایه ) پروګرام کې مو پر نورو معلوماتو سربیره د لومړي ځل له پاره د ګوانتنامو د بندیانو انځورونه هم ولیدل.

دلته زمونږ د اوسیدنې ښه ډیر وخت وشو چې وروسته مې د پلار په غوښتنه حمزه الغامدي هم راڅخه بلې خوا ته مسافر شو ، فقط پلار، ډاکټر ایمن ، سلیمان ابوالغیث ، ابو بصیر ، زه او ورور مې په استوګنځي کې پاتې شولو.

ما او ورور مې د ورځني ژوند د کارونو نوبت سره جلا کړ، یوه ورځ به د پخلي، جامو مینځلو ، کوټو جاروکولو … کار ما کاوه او بله ورځ به مي ورور.

د دې لپاره چې څوک راخبر نشي د شپې په تیاره کې به د اوبو را وړلو لپاره ډیر لاندې خوړ ته کوزیدو او له هغه ځایه به مو په دوو سطلونو کې اوبه راخیژولې.

له لاندې خوړنه د غره سر ته د راختو په حال کې به راڅخه سطلونه چړپیدل او هماغه یخې او به به مو په ځان را توییدلې چې د يخوالي له امله به داسې راباندې لګیدې لکه مچیو چې به په څټ څټ کې چیچلو.

په ورځ کې به مو درې ځله خواړه تیارول، د سهار ناشته، غرمنۍ او ماخوستن تر لمانځه وړاندې ډوډۍ.

یوه ورځ مو د سهار ناشتې لپاره معصوبه تیاره کړه .

معصوبه د سعودي د خلګو خوندور خواړه دي .

په دې خوړو کې د وړو په منځ کې عسل او کورني غوړي ځای پرځای کیږي، ډاکټر صاحب ایمن ته یې خوند ورنه کړ، وای دا خواړه زمونږ د خلګو خواړه نه دي؛ ځکه یې مونږ ته همدا تیار خواړه په کاسه کې راپریښودل.

ښه و چې غرمه مو لږ کدو او پټاټې (کچالو) پیدا او غرمنۍ مو باندې تیاره کړه ، دا چې ډاکټرصاحب د سهار ناشتې له وخته لا وږی پاتې و همدا کدو او پټاټې یې په خوند وخوړل ، پلارمې هم د ده له وجې دا خواړه په خوښي وستایل.

له غرمې ډوډۍ وروسته مې ورور او ابو الغیث له کوره د باندې ووتل زه ، پلار او ډاکټر ایمن همدلته پاتې شوو، هغوی چې کله بهر وځنډیدل له پلار سره مې اندیښنه پیدا شوه چې نکسه هغوی د دښمن په لاس کیوتي نه وي چې د هغوی په وسیله به ترمونږ پورې هم پل را ورسوي (راشي)

{ له شکه پرته چې بن لادن پر حکمتیار بدګمانه و چې یوه ورځ نه یوه ورځ به یې دښمن ته د ورسپارلو هڅه وکړي ، راتلونکې پیښې به دا ثابته کړي چې پر حکمتیار د بن لادن بدګماني بي ځایه نه وه …}

له همدې امله مونږ سمدستي خپل ځای بدل او د ځینو نورو ملګرو په ځای کې مو ځانونه غلي کړل، خو لږ ګړۍ لا نه وه تیره چې حکمتیار هماغه زموږ پټګنۍ (مخفي ګاه) ته ځان را ورساوه (!!!) او راته ویې ویل چې ستاسې مخکینی استوګنځی او د هغه خواو شا سیمه خو امریکايي الوتکو ټوله په بمونو وسوځوله (!!!)

دا ځل حکمتیار زمونږ د نوي استوګنځي مخامخ سکونت غوره کړ، خو له مونږ سره یې تګ راتګ کم شو.

تر څو یې یوه ورځ سهار مهال د همدې په شنو ونو پوښل شویو غرونو له لاري د پاکستان په لوري مخه کړه او د هغه ځای اوسیدونکي یوه سړي راته وویل چې امریکايي الوتکو یې د اوسیدو ځای هم ور بمبار کړ .

ترخه عسل
نور بیا……….

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دادمحمدناوک
میلمه
دادمحمدناوک

د اسامه زوی د خپل پلار کیسه کوي… خورا په زړه پورې لړۍ، د یوه ستړي، مسافر، باتور، مهاجر او مجدد د ژوند داستان! مننه استاد ثاقب، خو په یوه برخه کې مو بښنه غوښتې، چې ښايي تاسې اخلاقي مسوولیت بللی وې، خو زه وایم چې د لیکنې مسوولیت لیکوال ته راجع دی، تاسې يې د پښتو ژباړن په حیث د څو مذبذبه کسانو په خاطر باید بښنه ونه غواړئ، حقایق باید په زغرده تر نورو ورسول شي، پر دې سربېره بښنه غوښتل له یوې غلطۍ وروسته کېږي او دلته غلطي اصلاً نشته، دا چې ځينې پر رښتیاو هم خپه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه هم ستاسی د بخښنی په اړه د ناوک صاحب نظر تاییدوم، له مجرمینو او مفسدینو د بخښنی غوشتل د هغوی د جرمونو او فساد سره لاس اړونه او جرمونو ته د نورو د تشویقولو معنی لری . که هغوی یی په کولو ځان ملامت نه بولی شرم او ننګ ورته نه بریښی تاسی یی ورته په ویلو ولی ځان پخښنی ته اړباسی ، بهترین جهاد د ظالم او ظلم په مقابل کی د حق وینا ده مهمه نه ده که د تکالیفو سره هم مخ شی د ظلم رسوا کول لویه قربانی بلل کیږی

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ډیره مننه ثاقب صاحب الله پاک دی مه خواره وه الله دی د نورو نیکیو توفیق هم درکړی د یوه مسلمان مجاهد هغه هم چی میلمه وی سره داسی ناځوانی او بد سلوک یو جاهل هم نه کوی خو په هر حال دا زمونږ په نامه رهبران همداسی ناځوانه ول او نا ځوانه دی کله چی یی درته کار بند یی درته اتل وایی او چی بیا کار یی وشی بیادی نه پیژنی الله پاک ته دشهید شیخ اسامه سرښندنی معلومی دی او اجرونه به یی وخته ورکړی یی هغه د اسلام د دین لپاره خپله د عیش او نوش… نور لوستل »