نړۍ

پاکستان به په خپله خاوره کې ایراني ځواکونو ته د عملیاتو اجازه ورنکړي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان به هېڅکله په خپله خاوره کې ایران ته د جیش العدل ډلې پر ضد او د خپلو یرغمل شویو سرتېرو د موندنې د عملیاتو اجازه ورنکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له دې په خپله خاوره کې د ایراني ځواکونو د مداخلې ممانعت وکړ، چې وړمه ورځ د ایران د کورنیو چارو وزارت ګواښ کړی، چې که پاکستان ورسره د د دوی د پنځو یرغمل شویو سرتېرو په موندلو کې عاجله همکاري ونکړي، دوی به یې د موندلو لپاره ډېر ژر د پولې هاخوا سرتېري واستوي.
په خبرپاڼه کې ایران ته خبرداری ورکړل شوی، چې داسې اقدامات به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سختې اغېزمنې او ترینګلې کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x