
دُرود په ترنم..ﷺ
ثاقب خپلواک
د ښایست روژه کې میشت دې،لوی د مینې ستر اعجاز دی
ستا د حُسن په جومات کې ، معتکف مې د زړه راز دی
روژمات د خمار عشق به مې دیدن ستا د روضی شې
قدرمن راته سجده کې ، ښکلی لوری د حجاز دی
کړم د مینې تراوې دي ، د مرموز هجر روژه کې
ویاړ ګڼم د ځان لپاره، هر رکعات کې اعزاز دی
چې دُرود ﷺ په ترنم وایې ، پر تا کائنات واړه
عجیب کیف ته یې ، حیران د چندڼې رباب اواز دی
له وجوده دې تل واړه موجودات سرچینه اخلي
ستا د راز او رمز ښایست کې مې د مینې اروا ساز دی
ستا د مینې طالب اوسي، د ثاقب د زړه حجره کې
څوک به کله پرې پوهیږي،حقیقت دی که مجاز دی !؟