
په کوټه کې چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي / ویډیو او انځورونه
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه د پنځه پولیسانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دی.
چاودنه نن د جمعې په ورځ سهار د ګلستان روډ پر شهداء چوک باندي د یوه موټر په واسطه را منځته شوې چې له امله یې د پاکستاني رسنیو په وینا یاده مرګ ژوبه اوښتې.
د ډان نیوز ورځپانې د راپور سره سم چاودنه د پولیسو عمومي پلټونکې «احسان محبوب» دفتر ته نیژدې شوې.
د پولیسو ویاند «شهزاده فرحت» رسنیو ته ویلي چې د چاودنې غږ په ټول ښار کې اوریدل شوی او یوه بل چارواکې ویلي چې په چاودنه کې ټول ۷۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وه.
د امنیتي ځواکونو یوه بل جګپوړي چارواکې د رسینو سره په خبرو کې ویلي چې چاودنه داسي مهال شوې چې په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه ځکه نو دوی نه پوهیږي چې د چاودنې اصل هدف څه وو.
د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه اخیستې.