نړۍ

امريکا طالبانو سره د خپل بندي عسکر په اړه خبرې اترې بې بنسټه وبللې

سپينې ماڼۍ هغه اوازې بې بنسټه وبللې چې، پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي وه چې، امريکا غواړي، وسلوالو طالبانو سره د خپل بندي عسکر په اړه مذاکرات وکړي. د سپینې ماڼۍ وياند “جاي كارني” وايي چې دوی طالبانو سره تر دې دمه د خپل بندي عسکر په اړه هيڅ اړيکه نه ده نيولې.

پرون سه شنبه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي و چې امريکا غواړي طالبانو سره د دغه عسکر په اړه مذاکرات وکړي چې ۲۰۰۹ کال راهيسې د طالبانو سره په بند کې دی او په مقابل کې يې پنځه لوړپوړي طالب بنديان خوشې کړي.

جای کارني وايي چې، امريکا اوس مهال طالبانو سره هيڅ اړيکه نلري او که طالبانو سره خبرې اترې پيل شوې، نو دوی به د خپلو مذاکراتو په اجنډا کې د خپل بندي عسکر بيو بريګډال خبره هم مطرح کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x