نړۍ

له قطر څخه د خلیجي هیوادونو + مصر ۱۳ غوښتنې / انځور

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): د روانې میلادي میاشتي جون پر ۵مه سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر هر اړخیز بندیزونه ولګول او دیپلوماتیکي اړیکې يې ورسره پرې کړې.

د عربي رسنیو د راپورونو سره سم سعودي او امارات د خپل قوي اقتصادي او سیاسي نفوذ څخه په استفادې ځیني نور هیوادونه هم د قطر سره د اړیکو په پرې کولو مجبوره کړل لکه اردن، جیبوتي، موریتانیا، مالدیف، یمن. خو پاته نورو هیوادونو د قطر سره د اړیکو پرېکولو څخه انکار وکړ، چې په هغو کې اکثرو د منځګړیتوب او بې پریتوب رول لوبولو اعلان کړی دی.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قطر د تروریزم په ملاتړ تورن کړ خو ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سعودي او امارات څخه وغوښتل چې خپلې غوښتنې د کویټ له لاري قطر ته وسپاري تر څو یې د شخړې د حل په موخه قطر عملي کړي او دغه شخړه نوره پای ته ورسیږي.

د تیرې شپې راهیسي داسي خبرونه نشریږي چې د کویټ له لاري د سعودي او امارات ۱۳ غوښتنې قطر ته سپارل شوي دي، ددغه غوښتنو یوه کاپي رسنیو ته لیک شوې، نن ټکی اسیا یې په لنډه توګه ژباړه کړې ده چې په لاندي ډول ده:

۱- د ایران سره دیپلوماتیکي اړیکې کمزوري کول او د ایران سره یوازي تجارتي اړیکې فعاله ساتل.

۲- د ترکیې پوځي اډه بندول او د ترکیې سره هر راز عسکري تعاون ختمول.

۳- د اخوان المسلمین، القاعده، داعش، فتح الشام، حزب الله او نورو ورته ډلو سره اړیکې پرېکول او دغه ډلې ټوله په رسمي ډول تروریستي ډلې بلل. او هغو ډلو سره هم اړیکې پرېکول چې «امریکا» یې تروریستي ډلې بولي. (لکه حماس).

۴- د ۴ هیوادونو او امریکا له لوري اعلان شوی تور لیست افرادو او ادارو باندي «تمویل» بندول.

۵- په تور لیست کې راغلي افراد ۴ هیوادونو ته تسلیمول او وعده کول چې بیابه داسي کسان قطر کې نه ساتل کیږي چې ۴ هیوادونه یې تروریست بولي.

۶- د الجزیرې په شمول ټول اړوند تلویزوني چېنلونه بندول.

۷- د ۴ هیوادونو اتباعو ته به د قطر تابعیت نه ورکول کیږي.

۸-په تیرو کلونو کې چې د قطر د سیاستونو له امله ۴ هیوادونو ته ضرر رسیدلی، د هغو بشري او مالي تاوانونو «بدل» به ورکول کیږي.

۹- په عسکري، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او امني برخه کې به قطر د خلیج او عربي هیوادونو سره پر یوه لاره ځي.

۱۰- د هغو مخالفینو بشپړ معلومات به ورکوي چې په تیرو کلونو کې قطر ورسره مالي کومک کړی.

۱۱- ټول هغه رسنیزې ادارې به تړل کیږي چې قطر یې په نړۍ کې تمویلوي. (د هغو رسنیو نومونه اخیستل شوي چې په امریکا، لندن او ترکیه کې فعالیت کوي).

۱۲- په لسو ورځو کې دننه به دغه غوښتنې عملي کیږي، کنه دا غوښتنې لغوه کیږي.

۱۳- کله چې دواړه لوري اتفاق وکړي، بیا به ددغه اتفاق د څارنې او ښه عملي کېدو په خاطر لومړی کال هره میاشت راپور جوړیږي ، دوهم کال به هره دریمه میاشت، او وروسته به د لسو کلونو لپاره هر کال یو راپور جوړیږي. په دغو راپورونو کې به کتل کیږي چې قطر د ۴ هیوادونو شرطونه څومره عملي کړي دي.

د یادو غوښتنو په اړه قطر په رسمي ډول خپل موقف نه دی بیان کړی خو په ټویټر او ټولنیزو پاڼو کې پورته ۱۳ غوښتنې غیر عملي بلل شوی او په پراخه کچه تمسخر باندي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

خپل سرنورهم کشته واچوه مرگ دی میلمه شه ولی دغسی کوی لوی بادار اوستر جهانی دجال درته ولاردی اوتالکه دی ببکی سرنیولی بی ادبه سم په احترم لکه شادی ودریژه …گگ….گگ

الحاج استاذ بیانزی

دا ډول غوښتنی نه یواځی ضیاع وخت ، تمسخر، د قطر د خپلواکی لوټ کولو ناکامه هڅی بلکه په همدی غوښتنو کی یی د امریکا په غوښتنو هم ټینګار کړی لکه فاحشی چه په خپلو هیلو سربیره د خپلو لویو لونډانو د هیلو د پوره کیدوه هم غوشتنه لری ، حتی د حماس ګروب ته یی د امریکا او اسراییلو د خوشالی او تور لست د پاره ګوته نیولی، زیاته کړی یی چه ټولو هغو کسانو ته چه د امریکا به تور لست کی ځای نه ورکول او یا تمویلول باید بند کړی . زه وایم په همدی غوښتنه د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x