نړۍ

شمالي کوريا يو استرالوي مسيحي مبلغ بندي کړی

رويټرز خبري اژانس د بندي شوي مسيحي پاپ د مېرمنې له قوله وايي چې، مېړه يې د تېرې يکشنبې راهيسې د شمالي کوريا په پلازمينه پيونګ يانګ کې د شمالي کوريا د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوی.

د نيول شوي مسيحي پاپ ښځه “کارين” وايي چې دا هيڅ انديښنه نلري، ځکه چې، د مسيحيت تبليغ د دوی دنده ده او په شمالي کوريا کې ډېر پلويان لري.

کارين ويلي چې استرليا شمالي کوريا سره هيڅ سفارتي اړيکې نلري او د استرليا حکومت غواړي په جنوبي کوريا کې د خپل کونسلګرۍ او په جنوبي کوريا کې د سويډن د سفارت له لارې دغه ستونزه حل کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x