fbpx

د ایران مشهوره جنرال قاسم سلیماني د سعودي د نوي ولیعهد په اړه څه وویل؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): ایراني رسنیو د مشهور جنرال قاسم سلیماني یوه ویډیو خپره کړې چې څو میاشتې تر مخه ثبت شوې او په هغه کې نوموړی د سعودي د نوي ولیعهد محمد بن سلمان په اړه خبرې کوي.

سلیماني هغه وویل: « محمد بن سلمان (ولي ولي عهد) ډېر تلواري دی، غواړي چې ولي عهد له مخې لیري کړي او کیدای شي داسي وخت راسي چې خپل پلار ووژني او پر ځای یې کښیني».

باید وویل شي چې پخوان ولیعهد دوه ورځې وړاندي د سعودي باچا ملک سلمان له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې خپل ځوان زوی «محمد بن سلمان» وټاکی.

د کتونکو په باور د سعودي عملي واک اوس ټول د محمد بن سلمان سره دی او کیدای شي په نیژدې راتلونکي کې یې پلار تر واک ورته تېر سي.

قاسم سلیماني د محمد بن سلمان سره د یوه سوري استازي د ملاقات یادونه کړې « کله چې نوموړی مجلس ته راغلی، لکه هیڅ چې هم نه وي، د بشار الاسد په اړه یې پوښتنه وکړه، څرنګه دی؟ کورنۍ يې څرنګه ده؟» د سوریې د نظام استازی وايي چې ما د محمد بن سلمان مثبتې خبرې واوریدلې نو مي ورته وویل: راځئ متحد سو، د داعش او جبهة النصره پر ضد په ګډه عملیات وکړو ځکه چې ددواړو ګډ دښمن دی. محمد بن سلمان راته وویل: «مونږ داعش او نصره په یوه ورځ کې له منځه وړلای سو، فکر مه کوی».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د