دیني، سیرت او تاریخ

د عُمري قضایي لمونځونو راګرځول په شریعت څنګه دي؟

استفتاء
عبدالغفار جُبير
دلته یوه پاڼه خپره شویده چي پکښې لیکلي دي چي د عُمري قضايي لمونځومونو لپاره د روژې د اخیري جمعې په ورځ دي دوه رکعته د قصدي عُمري قضايي لمونځ په نیت سره وشي او په اول رکعت کي دي تر الحمدلله وروسته ۱۵ ځلي انا اعطینک الکوثر وویل شي او په دوهم رکعت کي دي هم دغه سورت ۱۵ ځلی وویل شي او په پای کي دي تر سلام وروسته ۱۱ ځلي درود شریف وویل شي، بس دغه دوه رکعته لمونځ د ټول عمر د قضایي قصدي لمونځونو لپاره کفایت کوی. تاسی څه وایاست؟
ځواب: عبدالغفار جُبير

حامداً ومصلیاً:

دغه پاڼه چي خپره شویده، و ماته ډیرو ملګرو راولیږل، دغه پاڼه د شریعت له نګاه څخه حقیقت نلري، که چیري دا درسته شي بیا د۵ لمونځونو کول څه معنا لري؟ هر سړی دي یوه روژه او بله روژه دوه رکعته کوي بیا به خلاص وي العیاذ بالله
ددې حل داسي دی:

۱: که چیري یو څوک مړشوی وي او یو لمونځ یې هم نه وي کړی نو د هغه د ټول عُمر د قضایي لمونځونو فدیه دي وارثان ورکړي.

۲: که چیري اوس یوچا ۴۰ کاله لمونځ نه وي کړي او اوس یې شروع په کړې وي دی به داسی کوي چي د هر لمانځه مخکی او وروسته دي د هغه وخت د قضایي لمونځ راګرځوي، د بیلګي په ډول د سهار د لمانځه څخه مخکي او وروسته دي د۴ سهارو فرض قضاء اداء کوي، همداسی ماپښین او نور… کله چي یو کال تیر شي او همدا لړۍ جاري وساتي دغه کس په یوه کال کي د۴ کلونو قضايي لمونځونه راو ګرځول، او که یې ډیر په وس کي وه ډیر ډیر دي کوي دایې طریقه ده.

۳: که چیري یو کس اوس شیخ فاني وي او هیڅ لمونځونه یې نه وي کړي نو حساب دي ورته وشي د هغه د لمانځو فدیه دي ورکړي دایې قضایي لمونځونه خلاص

له دې ماسوا بله هیڅ لاره نلري.

(کفایت المفتی ټوک: ۳ پاڼه: ۳۸۶/ لیکوال: مسک الهند محمد کفایت الله الدهلوی رحمة الله علیه)
اخوکم فی الدین احقر عبدالغفار جُبیر

رمضان/ 2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x