افغانستان

محمدي: استرالیايي سرتېرو ته به قضایي خوندیتوب ورکړل شي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي ویلي، چې ښايي له ۲۰۱۴ څخه وروسته په هېواد کې پاته کېدونکو استرالیايي سرتېرو ته قضايي مصؤنیت ورکړل شي.
یوې استرالیايي ورځپاڼې (مارنینګ نیوز) راپور ورکړی،چې د افغانستان د دفاع وزیر دا څرګندونې په استرالیا کې له خپل استرالیايي سیال ډيوډ جانسن سره د کتنې پر مهال وکړې.

د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان- استرالیا ترمنځ په امنیتي تړون هم خبرې وشوې، چې په ترڅ کې به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې کابو ۴۰۰ استراليايي سرتېري باته کېږي.
بهرنیو عسکرو ته د قضايي مصونیت یا خوندیتوب ورکول، هغه ستره ربړه ده چې د کابل-واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون یې هم په ناندریو اړولی و.
د شنونکو له انده، قضايي خوندیتوب کې به د یوه هیواد سرتېري په ځانګړې توګه د امریکا هغه، د هر څومره ستر جرم د ارتکاب په صورت کې د افغانستان نه بلکي د امریکا له قوانینو سره سم محاکمه کېږي.چې دا د یوه مستقل هیواد له ولس او برخلیک سره ستره جفا بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x