fbpx

د میږې څخه انسان ته ورته مخلوق زیږېدلی / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): د جنوب افریقا په یوه کلي کې د میږې څخه انسان ته ورته یو مخلوق زیږدیدلی چې نیمی انسان او نیم حیوان ته ورته دی.

د برتانیې ورځپاڼي «SUN» د راپور سره سم د کلي خلکو ویلي چې دا کیدای شي د کوم جادو په وجه شوی وی، دوی چې په جادو او خرافاتو کلکه عقیده لري، د راپور سره سم د عجیب مخلوق د زیږېدو وروسته په سخته وېره کې دي.

دغه پېښه د جنوب افریقا په ختیځ ولایت کې د «لیډي فریر» په نامه کلې کې را منځته شوې او ویل کیږي چې حکومت یو شمېر کارپوهان سیمې ته لیږلي تر څو د نوي عجیب مخلوق په اړه څېړنې وکړي.

یوه ډاکټر ورځپاڼې ته ویلي چې انځورونه رشتیا دي، زیږېدلی مخلوق انسان ته ورته والی لری خو بې لاسونو او پښو یو پسه ده چې د مور په نس کې مړ شوی دی.

نوموړی وایی چې په لومړي نظر لکه انسان داسي ښکاري، خو انسان نه دی، کیدای شي د کوم وایرس او مرض له وجې د مور په نس کې د بشپړېدو تر مراحلو نه وي رسیدلی او مړ شوی وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عابد
میلمه
محمد عابد

له راپور څخه مو مننه.
میږه چې میږې لیکل کیږی، که هدف مو مؤنث پسه وي.
او میږي : د میږتون لپاره راځی.
وسلام