افغانستان

طالبانو د اغاجان او سولې شورا ادعاوې بې بنسټه وبللې

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په راليږلې اعلاميه کې د ملا اغاجان او د سولې شورا هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې وسلوالو طالبانو په دوبۍ کې د سولې شورا له غړيو سره کتلي.

په اعلاميه کې راغلي چې ملا اغاجان د دوی په ډله کې نه دی او نه د طالبانو استازيتوب کولای شي او د ده منډه ترړې يې د اسلامي امارت او د جهاد خلاف بللي.

اعلاميه زياتوي چې د دوی استازو په دوبۍ کې هيڅ راز غونډه نه ده کړې او نه د کرزي  له حکومت سره کومې خبرې اترې شوي. اعلاميه زياتوي چې، طالبان د خبرو اترو او هر رنګه اړيکو لپاره د قطر هيواد کې ځانکړی دفتر او استازي لري چې، کولای شي د اړتيا پر مهال د مشرتابه په اجازه او  دجهادي اصولو پر اساس له اړوندو جهتونو سره اړيکې ونيسي.

 

طالبان وايي چې د دوبۍ د غونډې د برخوالو نومونو او هويت هيچا ته نه دی معلوم، له همدې امله داسې ښکاري چې د سولې شورا او اغاجان جريان دواړه بې بنسټه دي. مجاهد وايي چې د سولې شورا غړي يوازې د خپلو تنخواوو لپاره وخت ناوخت د سولې او مذاکراتو جعلي غونډې کوي او په رښتينې ډول افغان حکومت سره د دوی هيڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي.

طالبانو پر امريکا او ايتلافيانو هم نيوکه کړې چې اوس هم د مذاکراتو په اړه جعلي او ترې ناکامې تجربې کاروي. په اعلاميه کې راغلي چې جعلي غونډې او نمايشي مذاکرات د مسئلې د حل و فصل پر ځای ستونزې نورې هم زياتوي او جګړه به نوره هم وغزوي.

اعلاميه زياتوي چې که امريکا او يتلافيان يې له دې امله جعلي غونډې او مذاکرات کوي چې، د دوی جهاد ته به زيان ورسوي او يا به د دوی مورال ورکمزوری کړي، نو دا د امريکايانو پوچ خيال دی چې، ځکمني حقايقو سره هيڅ اړه نه لګوي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x