حکمتیار: افغانان دي پرېښودل شي چې خپلې ستونزې خپله حل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسبت په یوه نشر کړي پيغام کې د بهرنیانو څخه غوښتې چې له افغانستان څخه ووزي او افغانان پریږدي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان ټولې ډلې دي پر یوه جامع ملي مثیاق را ټولي شي چې د افغاني حل تضمین وکړي، جګړه پای ته ورسوي، ډاډمنه سوله تامین کړي او قدرت ته د رسیدو لپاره د بهرنیانو څخه استفاده ونه شي او نه هم وسله وکارول شي.

نوموړي د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني څخه غوښتې چې د سولې د تامین لپاره دي نور اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د وسلوالو مخالفینو سره دي د رغنده بین الافغاني مذاکراتو لاره غوره کړي.

نوموړي د اشرف غني څخه وغوښتل چې خپلو مخالفینو ته دي اطمینان ورکړي چې سوله یې سپکاوی نه دی او نه به د تسلیمېدو په معنا وي.

حکمتیار په خپل پيغام کې د امریکا د ولسمشر څخه غوښتې چې د افغانستان د بحران د حل په موخه دې نوې تګلاره غوره کړي تر څو افغانان په خپلو کې مذاکراتو ته سره کښيني.

نوموړي ټرمپ ته ویلي چې د هغو جنګ خوښوونکو مخه دي ونیسي چې په جګړه کې خپلې ګټې ویني او د امریکایي ځواکونو پر زیات پاته کېدو ټینګار کوي.

نوموړي همداراز پر کابل چارواکو غږ کړی چې تر څو به د جګړې شعارونه پورته کوی، نور دي له هغو شعارونو او اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د افغانانو د وینې توییدنې سبب ګرځي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له بهیر سره دي یو ځای شي ، حزب اسلامي به یې د معقولو او شرعي غوښتنو صادقانه ملاتړ کوي.

حکمتیار همداراز ویلي چې په اوسني حکومت کې د ګډون شوق نه لري، خو که اړتیا وه، د مسؤولیت ادا کولو او ولس ته د خدمت لپاره حاضر دی او زیاته کړې چې د اوسني حکومت سره د جګړې په پای ته رسولو او د سولې په تامین کې هر راز مرستې ته چمتو یو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د