افغانستان

خلیلي: د طالبانو له لوري د وروستیو چاودنو غندنه مثبت پرمختګ دی

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د یوې وینا پر مهال ویلي چې دا یو مثبت پرمختګ دی چې طالبانو د کابل او هرات په وروستیو چاودنو کې خپل مسؤولیت رد کړی دی او دغه چاودنې یې غندلي دي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د لسیزو څخه د را روانې جګړې پاي ته په رسیدو کې مثبت رول ولوبوي.

باید وویل شي چې د کابل وروستی چاودنې چې په سلګونو انسانان په کښي مړه او ټپيان شول او همداسي د هرات تاریخي جامع جومات ته نیژدې چاودنه چې په لسګونو کسان په کښي مړه او ټپيان شول، طالبانو په کلکو ټکو وغندلې او وې ویل چې د هرې هغه چاودنې او پيښې غندنه کوي چې ولسي وګړي په کښي مړه او ټپیانیږي.

د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني هم دغه بریدونه وغندل او دا پيښې یې د طالبانو د بدنامولو ناکامه هڅې وبللې.

د سولې عالي شورا نوي ټاکل شوي مشر کریم خلیلي همداراز په غونډه کې وویل، وروستیو پېښو ثابته کړه چې اوس هم د سولې په وړاندي ډېر کار ته اړتیا ده او پر حکومت یې ټینګار وکړ چې د سولې لپاره پورته شوي غږونو څخه ملاتړ وکړي او خپلې هڅې دي هم تیزي کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې د افغانستان دښمن غواړي چې له دې وروسته جګړه د ورور قومونو، مذهبونو او سمتونو تر منځ شي، خو افغانان باید د پخوانیو تجربو څخه په استفادې په داسي یو بې معنی جګړه کې را حصار نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x