دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (لومړۍ برخه)

دوکتور کفایت الله وردګ

شيطان د پېريانو له قبيلې څخه دی او د پېريانو د پيدائښت په اړه الله جل جلاله فرمائي:

ترجمه : پیدا کړی دی (الله جل جلاله) انسان (آدم) له خټې کړنګېدونکې و چې څخه په شان د کودري او پیدا کړی دی (الله جل جلاله) (پلار د) پېریانو (ابلیس) له خالصې شغلې د اور څخه چې دود (لوګی) ئې نه درلود . پس په کوم یوه نعمت د نعمتونو د رب د تاسې دروغ وایئ . سورة الرحمن آیة ۱۴-۱۶

په بل ځای کې فرمایي :

ترجمه : او خامخا په تحقیق پیدا کړی دی مونږ انسان (آدم) له وچې خټې چې کړنګېدې (لکه کودری چې وي) له تورې خټې سخا کړل شوې او جان (د پېریانو پلار) پیدا کړی دی مونږ هغه پخوا له (انسانه) له اوره بې لوګي څخه. سورة الحجر آیة ۲۶ او ۲۷ له حضرت ابن عباس، عکرمه ، مجاهد ، حسن بصری او نورو متعددو مفسرينوڅخه را نقل شوی دی چې هغوی فرمايي د مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ معنی دا ده چې د اور د لمبې د یوې څنډې نه نو معنی دا چې له اور نه پیدا شوی دی او په ځینې روایاتو کې یې ترجمه داسې شوې ده چې له خالص او صاف اور نه پیدا شوی دی .

له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه يو حدیث نقل شوی دی چې هغه مبارکه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : خلقت الملائكة من نور، وخلق الجان من نار، وخلق آدم مما وصف لكم . رواه مسلم

ترجمه : پيدا کړل شوې دي ملائکې له نور نه ، پيدا کړل شوي دي پېریان له اور نه او آدم پيدا کړل شوی دی له هغه څه نه چې تاسې ته ویل شوي دي .

امام ابن کثير رحمه الله په خپل کتاب البدايه و النهايه کې فرمايي : د علم التفسير اکثر علماء فرمايی چې تر پېريانو مخکې په زمکه کې يو بل مخلوق وو بيا الله جل جلاله په هغوی باندې پېريان مسلط کړل هغوی يې قتل کړل د هغوی په ځای په زمکه کې دوی پاتې شول .

امام سعدي رحمه الله په خپل تفسير کې له ابی مالک ، هغه له ابی صالح نه روايت کوي هغه له حضرت ابن عباس او حضرت
مرة او له حضرت ابن مسعود او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه وو رضی الله عنهم نه د څه کسانو څخه روايت کوي چې کله الله جل جلاله په اول تخليق کې د هغه څه له پيدا کولو نه فارغ شو چې دده ورته اراده وه نو ابليس ئې ددنيا بادشاه مقرر کړو او په ملائکو کې يوه ډله وه چې جن ئې ددې امله ورته ويل چې هغوی د جنت څوکيداري کوله او ابليس چې له يوه ‌طرفه بادشاه وو له بله پلوه د جنت څوکيدار هم وو يو ځل ئې په زړه کې راغلل چې دا عزت الله جل جلاله ماته ددې امله راکړی دی چې زه په ملائکو باندې غوره يم (په زړه کې ورته کبر ور پيدا شو) .

امام ضحاک رحمه الله له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل کړي دي چې کله پېريانو په زمکه کې فساد زيات کړو ، په خپلو مينځونو کې ئې وينې سره توئې کړې نو الله جل جلاله په دوی پسې ابليس د ملائکو له يو لښکر سره را ولېږلو هغوی جنيات قتل کړل او هغوی ته ئې عذاب ورکړو او له ازادې زمکې نه ئې جزيرو ته او بحرونو ته تللو ته اړ ايستل او د زمکې مخ ئې له دوی نه پاک کړو .

له حضرت محمد بن اسحاق له خلاد له عطاء له ‌طاوس نه هغه له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت کوي چې هغه رضی الله عنه فرمايل : مخکې له دې چې حضرت آدم علیه السلام ته ئې د سجدې کولو نه د انکار ګناه نه وه کړې د ابليس نوم عزازيل وو او د زمکې هستوګن وو ، په ملائکو کې د زيات کوښښ خاوند وو ، او د لوی علم خاوند وو او د يوې علاقې وو چې جن ئې ورته ويل.

حضرت ابن ابی حاتم رحمه الله له حضرت سعيد بن جبير رحمه الله نه روايت کوي چې هغه فرمايل : د ابليس نوم تر عصيان مخکې عزازيل وو او په ملائکو کې د غوره مرتبې خاوند وو له هغه ملائکو څخه وو چې څلور وزرونه لري.

په يو روايت کې له حجاج له ابن جريج له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت شوی دی چې هغه فرمائي : ابليس په ملائکو کې د غوره مرتبې خاوند وو او د غوره قبيلې څخه وو د اسمان او زمکې په مخلوق ئې بادشاهي وه .

له حضرت قتاده رحمه الله نه روايت شوی دی هغه له حضرت سعيد ابن مسيب رضی الله عنه څخه روايت کوي چې ابليس د اول اسمان (د زمکې د اسمان) په فرښتو باندې مشر وو .

حضرت حسن بصري رحمه الله فرمايي : ابليس له ملائکو څخه بالکل نه وو له اصل نه هغه جن دی لکه حضرت آدم علیه السلام چې په اصل کې بشر دی .

حضرت شهر بن حوشب رحمه الله او ځينې نور علماء فرمايي : ابليس له هغه جنياتو څخه وو چې ملائکو له زمکې نه شړلي وو خو دی له هغه څه نه توبه ګار شو او ملائکو له ځان سره اسمان ته و خېږولو.

په پورته صورتونو کې چې هر صورت صحيح وي د حضرت آدم علیه السلام د پيدا کېدلو په وخت کې ابليس په اسمان کې وو کله چې الله جل جلاله اراده وکوله چې حضرت آدم علیه السلام او د هغه اولاده پيدا کړي او په زمکه کې ئې خپاره کړي د هغه جثه او بدن ئې جوړ کړو شيطان به هغه بدن ته ورتلو کله ئې چې وليدلو چې د انسان مېنځ خالي دی نو لدې نه دی د انسان په کمزوري باندې پوه شو او ورته ويل به ئې : که چېرته زه په تا باندې مقرر شوم نو هلاک به د کړم او که چېرته ته په ما باندې مقرر شوې زه به ستا خبره نه منم اطاعت به د نه کوم کله چې الله جل جلاله په حضرت آدم علیه السلام کې روح واچولو او ملائکو ته ئې امر وکولو چې هغه ته د تعظيم سجده وکوي ابلیس حضرت آدم علیه السلام ته له سجدې کولو څخه انکار وکولو او له حضرت آدم علیه السلام سره ئې کينه پيدا شوه او وئې ويل أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ (زه له ده نه غوره يم زه د له اور نه پيدا کړی يم او هغه د له خټې نه پيدا کړی دی).

د الله جل جلاله د امر منلو نه ئې انکار وکولو د الله جل جلاله په امر ئې اعتراض وکولو په خپل کار کې دوکه شو د الله جل جلاله له رحمت څخه لرې شو ، له خپلې مرتبې نه را وغورځېدو سره ددې چې له ملائکو څخه نه وو ځکه دی له اور نه او ملائک له نور نه پيدا شوې دي خو بيا ئې هم لکه د ملائکو داسې عزت وو لکن کله ئې چې د الله جل جلاله نافرماني وکوله کبر یې وکولو نو الله جل جلاله هغه عزت بېرته ورڅخه واخیست او د همېش لپاره یې ذلت په برخه شو له ا نسان سره یې دښمني شوه او تر قیامت پورې یې د ا نسان د ګمراه کولو او بې لارې کولو قسم وکولو چې تر اوسه پورې هغه دښمني پالي او د انسان د بې لارې کولو کوښښ کوي.

الله جل جلاله د مونږ دهغه له دام نه وساتي …

نور بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x