haqyar
لیکوال: محمدحسن حقیار

د کرزي د ستایلو وړ دريځ – محمدحسن حقیار

امریکایانو ډېره هڅه کوله چې داسې وښيي چې ګوندې په افغانستان کې ددوی نظامي حضور او دایمي اډې تردوی ډېر دافغانانو اړتیا ده ،دوی به دخپلو ځواکونو لخوا افغان وژنه پر افغانستان  ددوی احسان باله،او آن  کله چې ددایمي اډو په اړه دارګ لخوا د راغوښتل شوې  مشورتي جرګې  دتدویر په وروستۍ ورځ  حامد کرزي ددې تړون دلاسلیک لپاره  پر امریکا شرطونه کېښودل نو هم امریکایانو د هغه دا دریځ ډېر جدي نه باله او انګېرله يې چې ګویا کرزی هسې فیګور کوي  او که دوی يې غوښتنو ته اهمیت هم  ورنکړي  نو تړون  لاسلیکوي همدالامل وو چې  دکرزي ددریځ  په اړه دسپينې ماڼۍ او پنتاګون دريځ ډېرمنفي اوله بې پروایۍ ډک و  ،خوکله چې پوه شول کرزی پر خپلو غوښتنو ولاړ او جدي دی  اودافغان مجاهد ولس غوڅه ډېره برخه يې هم ملاتړي نو دوی هم ورو-ورو نرمېدل .

افغانان او نړیوال لا له پخوا پوهېدل چې امریکا او ناټو دافغانانو لپاره افغانستان ته نه دي راغلي ، نه ددوی له غمه مړه دي او نه يې په افغانستان کې دخپل دیارلس کلن حضور  په موده کې دافغانانو لپاره کوم دیادونې اومحاسبې وړ بنسټیزه پروژه پلې کړه ،برعکس ، دافغانانو مادي او معنوي  ارزښتونه يې له منځه ویوړل ، ودونه او جنازې يې بمبارکړې اوان دافغانانو پرمړو يې متیازې وکړې خو کله چې ولسمشر له ځینو حقیقتونو پرده پورته کړه ، په افغانستان کې يې  دبهرنیوپوځیانو کړنې استعماري  او ښکیلاکی  وبللې ، نړۍ ته يې په افغانستان  او دې سیمه کې  دامریکایانو دشتون  له موخو څخه څرکنده  پرده پورته کړه ، په ښکاره يې وویل چې امریکایان دلته دخپلو (شومو)موخولپاره راغلي او دی  پر امریکایانوهيڅ باور نلري  نو له دې سره  دامریکایانو وارخطا شو ، دتړون دلاسلیک لپاره يې پخپل واک کې ټول امکانات وکارول او لايې هم کاروي، افغانستان ته يې ګڼ پلاوي راولېږل،  کرزي ته يې شخصي اخطارونه ورکړل،  افغان حکومت يې وګواښه ، دوېرې سرابونه  يې ورته جوړ کړل، پردېوانو ، پېریانو او اشباحو يې ووېراوه، کله يې وېروي  چې که موږ ته اډې رانکړئ نو مرسته درسره نه کوو  او بودجه مو نشئ برابرولی ،کله ورته وايي چې اردو ،پولیس او امنیت مو نشئ ساتلی، دننه په افغانستان کې يې هم خپل لاسپوڅي پرولسمشر فشار راوړلو ته وهڅول، دلاریونونو جوړولو لپاره يې ځینو ته  پيسې ورکړې، خپلې جوړې کړې مدني ټولنې يې راپورته کړې، خپله میډیا يې چې دهمدې  موخې لپاره يې  جوړه کړې، وګومارله چې دامنیتي تړون دلاسلیک په ګټه او دکرزي ددریځ پرضد خپرونې پیل کړي ،امریکايي او افغان امریکايي رسنیو هم هڅه وکړه او کوي يې چې داسې وښيي چې که دلته امریکایان نه وي نو خدای مکړه په افغانستان کې به قیامت له خپل وخت څخه زرګونه کاله وړاندې راشي ، دامریکایانو دا وارخطايي اوله  لالهاندۍ  ډکې منډې ترړې ښيي چې   دوی په افغانستان کې خپلو دایمي اډو اودایمي  حضورته څومره لیواله دي؟ پرافغان حکومت او عام افغان ولس ددوی فشارونو ،پيغورونو،او تهدیدونو اودلته ددوی شتون ته دپلمو  پیداکولوسرساموونکی لټون  جوته کړه چې په افغانستان کې دامریکايي پوځونوشتون او دلته  ددوی دایمي اډې د افغانانو اړتیا نه ،بلکې  ددوی اړتیا ده ، دوی نه دافغانانو په کیسه کې دي او نه دافغان حکومت  ، که له دوی سره دافغان ولس او یا افغان حکومت غم وای نو ولې يې دا دیارلس کاله  ددوی دهوسایۍ لپاره کوم ګام وا نخست، ولې يې  دلته په اوبو کې لوټه ايښې او پرې تېرشويدي .

امریکا چې کله دلته هجوم راووړ نودرې داعیې يې عنوان او دخپل شتون دمشروعیت لپاره پلمه کولې چې هغه لومړی له تروریزم مبارزه وه  دوی به تل ویل چې په افغانستان اوپاکستان کې دالقاعده دغړیو شمېر له پنځوسو او دطالبانوشمېر له زرتنو نه اوړي  خو ومو لیدل چې ددوی په شتون کې القاعده په ۶۰هېوادونوکې خپره شوه اودطالبانوشمېر هم له زرتنو څخه ددوی په وینا،۵۰زروته ورسېده، دوهم دوی به ویل چې موږ دلته دنشه ییزوتوکيوپرضد مبارزه کوو خو دطالبانو پر مهال دلته دتریاکودتولید   لوړه  کچه۱۷۰ټنه وه  چې  په وروستیو کې يې پر تریاکودبندیز له کبله دلته  ددرملو لپاره هم نه موندل کېدل خواوس د ازادو سرچينو دتاييد له مخې دلته هرکال څه باندې دیارلس زره ټنه تریاک تولیدېږي .

همداراز دوی ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به ښه ،پاک شفاف اواهل اشخاصو ته دڅوکیو دسپارلو له مخې  افغانستان شموله او له اداري درغلیو پاک حکومت جوړوي خو دادی وینو چې حکومت موهرکال  په اداری فساد کې لومړی درجه کېږي، لومړی درجه مفسداو دنړۍ ناکاره هیواد بلل کېږي.خونو اوس دې همدوی ووايي چې دلته ددوی شتون دافغانانو په ګټه دی او که په زیان؟او دلته ددوی حضورددوی  دخپل ځان لپاره دی  اوکه دافغان ولس لپاره ؟

دلته  چې طالبان جنګېږي دعوه يې داده چې هیواد مو دبهرنیو لخوا اشغال دی او که له دوی سره نورهیوادونه اواړخونه مرسته هم کوي نو ځکه يې کوي چې تورښکېلاک دلته په ګونډو کړي نو که دلته بهرني ځواکونه نه وي نوباوردی چې هغوی به هم جګړه پرېږدي ځکه چې کومه پیاوړې توجیه ورته موندلی نشی.

تېرو تجربو ته په پام سره داځل دکورنیو جګړوشونتیاکمه ده  اوکه څوک دلته دکورنیو جګړو دمخنیوي په پلمه بهرني پوځیان غواړي نودې اندېښنې يې هغه وخت نسبی وزن درلود چې اوس خو دلته جګړې نه وای .

په هرحال ! په ټوله کې ویلی شو چې دبهرنیو ځواکونو شتون او دلته ددوی دایمي اډې دافغانانو په ګټه نه دي نوکه امریکایان له افغانانو سره مرسته کوي نو دامرستې يې باید بې قیداوبې شرطه وي امریکایان باید داونه وايي چې که اډې نه راکوئ نو اردوته مومعاش نه درکوو یا حکومت ته مو پیسې نه درکوو. دخاورې په بدل کې پیسې ورکول او یا اخستل  دخاورې دپلورلو په معنانده نوڅه ده؟

زما په اند که له مخالفینوسره سوله او تفاهم  وشي اوستونزې دخبرو له لارې حل شي نو دادجګړې دټولو اړخونو په ګټه ده ،او دستونزو دحل یواځینۍ اساسي او معقوله لار هم ده . په دې سره دامریکایانو ابرو هم په نسبي ډول پرځای کېږي  او دافغان حکومت ابرو هم. دطالبانو زیانونه هم کمېږي اودنړیوالومورګانې هم نور په افغانستان کې نه بورې کېږي . او که داسې ونشي نو دجګړې موازنه  د دمخالفینو په  پلوۍاود  بهرنیو ځواکونو پرضد درنېږي اوزیان يې ترهرچا ډېر هم دوی ته دی. په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې افغان حکومت هم ترې ناراضه او ورسره مرستندوی نه وي.

محمد حسن حقیار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د