نړۍ

د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا د ځانګړي استازي منصب لغوه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲، ۱۳۹۶ل): له نن ورځې (جمعې) څخه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ځانګړي استازي منصب لغوه شو او له دې وروسته به پر دغه منصب څوک ونه ګمارل شي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي د راپور سره سم د امریکا نوې اداره په داسي وخت کې په سیمه کې د امریکا د پالیسۍ تعقیبوونکی منصب خالي پریږدي چې په همدې ورځو کې افغانستان ته د اضافي پوځونو او نوي ستراتیژۍ بحثونه ګرم دي.

د راپور سره سم د افغانستان او پاکستان لپاره اوسنی سرپرست استازې د جمعې له ورځې څخه نور دغه منصب خوشي کوي او پر ځای یې څوک نه ټاکل کیږي، بلکې دغه دنده به نور د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځنۍ او جنوب اسیا څانګه پر مخ وړي.

وال سټریټ ژورنال ته یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د ټرمپ ادارې له لوري دغه سي یوه پرېکړه پر دې دلالت کوي چې د افغانستان موضوع ته په هغه جدیت نه ګوري لکه په کار چې ده، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې سیمې ته په زرګونو اضافي عسکر لیږل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت پر دغه موضوع باندي د تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس څو ورځې وړاندي وویل چې په افغانستان کې طالبان ګټونکي دي او امریکا بایلونکې ده، ددې لپاره چې جګړه یو ځل بیا د امریکا په ګټه شي، باید نوې ستراتیژي جوړه شي او افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږل شي.

ویل کیږي چې د اضافي ځواکونو اختیار جیمس ماټیس ته ورکول شوی او نوموړي د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې ده.

خو د امریکا اکثره کارپوهان وايي چې تر څو واضحه ستراتیژي نه وي د امریکا لپاره د افغانستان جګړه ګټل ناممکن دی او زیاتوي چې د افغانستان شخړه یوازي د خبرو او سیاسي تګلاري له مخې حل کیدای شي.

یوه چارواکي وال سټریټ ژورنال ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» دې ته خوښ دی چې افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي تر څو هلته تر ابده وجنګیږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دیپلوماتیک منصب په کال ۲۰۰۹ کې د اوباما له لوري ایجاد شو، او لومړی استازی «ریچارډ هولبروک» وو. خو اوس مهال د پاکستان او افغانستان د خاص استازي دغه دنده د یوې سرپرستي لورال میلر « Laurel Miller » له لوري پر مخ وړل کېدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x