افغانستان

د پنځوس کیلو متره کلي په بدل کې جنرال رازق ته له پاکستانه څه ورسیدل؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پوځي جنرالانو د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ته یو شمېر تحفې ور لیږلي چې د فیسبوکي فعالانو په وینا د هغې ځمکې په بدل کې دي چې نوموړي په سپین بولدک کې پاکستان ته ور خوشي کړي دي.

افغان لوري ته د تحفو سپارلو دغه مراسم د غونډې یوه ګډونوال ثبت کړي او پر فیسبوک یې نشر کړي دي.

په ويډیو کې ښکاري، چې د جنرال رازق له لوري ورغلي استازي د پاکستاني اړخ په تحفو ډېر خوښ دي.

دغه ویډیو په هغه ناسته کې شوې چې د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې افغاني او پاکستاني ځواکونو او چارواکو یو له بل سره کړې ده.

ددواړو لوریو تر منځ د ناستو دغه بهیر ځکه هم اهمیت لري چې په تېرو میاشتو کې دواړو لوریو په سپین بولدک کې پر دوو کلیو (لقمان او جهانګیر) باندي سخته جګړه وکړه چې په ترڅ کې یې د دواړو غاړو په لسګونو عسکر او ملکيان ووژل شول.

هغه وخت افغان لوري ویل چې د پاکستان پوځ د افغانستان خاورې ته را اوښتی وو او په دغه سیمه کې يې نفوس شمېرنه (مردم شماري) کوله.

د جګړې وروسته د چمن لاره د څه مودې لپاره بنده شوه او بیا پاکستان اعلان وکړ چې نه یوازي په هغه سیمه کې يې نفوس شمېرنه وکړه بلکې د افغانستان سره یې خپل سرحد وټاکه او اختلافي سیمه یې په اغزن تار ځیني را جلا کړه.

دا لومړی ځل نه دی چې دواړه لوري پر سرحد باندي روژه ماتونه سره کوي.

د کندهاري خبریالانو او مخورو په وینا سپین بولدک د جنرال رازق د ورور تادین د وسلوالو په لاس کې بلل کیږي، څوک چې د ستراتیژیک اقتصادي ښار اکثره قانوني او غیر قانوني ګمرک ټولوي او د پاکستاني ځواکونو او ملیشو سره ځانګړي مراسم پالي او په وینا یې را ټول کړي «غنیمتونه» سره تقسیموي.

د کندهار مشهوره خبریال او د بېنوا وېب پاڼې چلونکی پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې د لقمان کهاله ګڼ مېشته سیمه جنرال رازق او ورور یې تادین د یوې معاملې په ترڅ کې پاکستان ته وسپارله او اوس هلته پر ۵۰ کیلومتره ګڼ میشتې کلي باندي پاکستان اغزن تار را ګرځولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x