نړۍ

سعودي وايي پر مسجد حرام یې د داعشي برید مخه ونیوله / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسمي تلویزون تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې په مکه مکرمه کې مسجد حرام ته نیژدې یې د یوه برید مخه نیولې ده.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په وینا امنیتي ځواکونو کعبې ته په څو کیلو مترۍ کې د اجیاد په سیمه کې یو مشکوک کس تشخیص کړی وو او عملیات یې باندي وکړه، خو د نیول کېدو تر مخه هغه ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې ووژل شو.

د العربیه تلویزون د خبر سره سم په مکه مکرمه کې پر کعبې شریفي د برید پلان کې ۳ ډلو ګډون کړی وو چې یو یې جده ښار کې او دوه یې په مکه مکرمه کې وه.

د راپور سره سم د اجیاد المصافي په سیمه کې مشکوک کس ځانته چاودنه ورکړه، او د مکې مکرمې په «العسیله» سیمه کې هم یو مشکوک کس نیول شوی دی.

د سعودي چارواکو ویلي چې د اجیاد المصافي په چاودنه کې ۶ معتمرین او ۵ پولیس سر سري ټپيان شوي دي.

او زیاته کړې چې ددغه عملیاتو په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسان نیول شوي دي چې تحقیقات ورسره روان دي.

https://www.youtube.com/watch?v=JUmQ0sDmwug

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

وایی تصویر خبری کوی یعنی د تصویر له لیدلو ځینی پټ رازونه هم په ډاګه کیدلی شی ، نو ویدیو ګانی خو خبری کوی خامخا پکی پټ رازونه په ډاګه معلومیږی . په لمړی ویدیو کی ویل کیږی چه مونږ کله به مشکوک کس شکمن شو هغه سمدلاسه ځانته چاودنه ورکړه ، نو د چاودنی وخت کی دغه ویدیو اخستل شوی دیوال لویږی مګر هیڅ دوړی نه کوی او نه اواز لری او هغه دیوال هم لویدلی زوړ دیوال معلومیږی د هغه دیوال به شاوخوا کی نه د هغه کس چه ځانته یی چاودنه ورکړی وینی او نه د هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x