election cartoon

خــر په کچر بدلوي

د مړو په وړلو ستړی شر په بل  شر بدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
له ډیره غــــوره وروسته د کاندیدانــــــو ډله
دوی چي په شا ټکوي د غــــــلا مانـــــو ډله

ليږ او ډیر خوښه د دوی که یی سر په سر بدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کــــــچر بدلوي
***

ملت ویـــده کله وودغـــــه اوږده دوره کــــــي
چي شرق او غرب راغلی دغې سپیره دوره کي
هم یی په غــــلا بدلوي هم یی پـــه اشر بدلــوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلـــــوي
***
 قوم  حساب نیولی هر څــه لیکلي پکــــي
څه یی پریښي نه دي چــي یی لیدلي پکـــي
د وخت غوښتنه عجیبه لکۍ په ښکر بدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
چـــا یتیـــمان چــــور کړل په ریالو پریوزي
چا ګوډزخمیان وخوړل اوس په یوروپریوزي
دا بــــــي تمیزه غربیـــــان قوم په نازر بدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کــتچر بدلوي
***
د انتقال پروسه وه د امریکا په خوښــــه
د بل چا واک نه و د اوباما په خوښـــــه
سند یافته ګوډاګۍ په لغړسر بدلــــــوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
چـــا عربان قتل کړل د غــــلامي لپــــاره
په ( بارک ) توب ورګډ سو د بي ننګي لپاره
دوی مصنوعي بیزوګۍ په ځناور بدلــــوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
ملت ډوډۍ نلــــري دی فرانسې ته روان
د درد ګولۍ یی نشته دی امریکې ته روان
ځي دریشي جوړوي ملي کلچر بدلــــوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
څوک یی ساتلی ډیر وخت وددې کار لپاره
چي به افغــان پری وژني دهغه بیګارلپاره
وحشت پیــاوړی قوم په امـــــر بر بدلـوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
ټول یی په بیه اخستی په ډالري بنــــډلو
ډیر یی په ناز پاللی په اروپایی بنـــــډلو
د خر بدلو کار ده اوښ په سخوندر بدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***
 ټول به کرا حیوان و داټول هر چا پیژندل
دا دکــــلو وږي بزګر ګــــــــــدا پیــــــژندل
“رزینــــه ” ویی پړسول د قوم نظربدلوي
امریکایان مجـــبور دي خر په کچر بدلوي
***

رزين

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د