نړۍ

د کوټي ولایتي شورا غړي په لنډ کروزر پولیس وواژه / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې پر زرغون روډ د ولایتي شورا یوه غړي په خپل لنډ کروزر موټر ترافیکي پولیس وواژه.

په تېز موټر باندي د وهنې دغه ویډیو د امنیت کامرو ثبت کړې او په ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې ده.

په ویډیو کې ښکاري چې یو لنډکروزر موټر په تیزۍ سره راځي او د سړک په منځ کې ولاړ پولیس په وهي او همداسي له مخالف جهت څخه یو راتلونکی موټر وهي.

ویل کیږي چې موټر چلوونکی د بلوچستان ولایتي شورا غړی او د واکمن پښتونخوا ملي عوامي ګوند وکیل مجید خان اچکزی وو چې په خپل جرم یې اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د وژل شوي پولیس کورنۍ ته به تاوان ورکړي.

مجید خان اچکزی د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ څخه انتخاب شوی، پر نوموړي تور دی چې مخکې يې هم پر ضد جرمي پيښې ثبت شوي دي.

پولیسو ویلي که چیري د وژل شوي عسکر کورنۍ هغه ته بخښنه ونه کړي نو پر ضد به یې پرېکړه محکمه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x