
پاکستان وايي د وروستیو چاودنو اړیکه د پولې بلې غاړې ته ده
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کوټه او پاړه چنار کې د چاودنو اړیکه د پولې بلې غاړې ته ده، ځکه دوی د افغانستان سره پر پوله باندي امنیت ټینګ کړی او د غیر قانوني اوښتونکو پر ضد به جدي چلند کیږي.
Security/surv of Pak-Afg Bdr enhanced. Stringent actions agst illegal Bdr crossers. Recent terrorist incidents linked to sanctuaries across.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) June 23, 2017
باید وویل شي چې نن د ډیورنډ بلې غاړې ته په پاړه چنار کې دوه پر لپسې چاودنې وشوې چې له امله یې د ځینو سرچینو په وینا تر ۵۵ تنه مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپيان شول، او په کوټه کې د چاودنې له امله د ۶ پولیسو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول. په ورته وخت کې په کراچې کې پر پولیسو ډزې شوي چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي دي.
باید وویل شي چې د افغانستان او پاکستان امنیتي او سیاسي چارواکې تل د چاودنو او امنیتي پېښو پر مهال یو بل ته ګوته نیسي چې له امله یې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې له کلونو راهیسي کړکیچني دي.