jews

يهود څوک دي؟

مونږ بايد يهود په حقيقې معنی سره وپيژنو، خصوصا په اوسنې حالت کې کوم چه ټوله دنيا فتنو نيولې، هرځاي کې جنګ او جګړې روانې دي، يو بل ته زهرجنې برنامې جوړيږي او اسلامي حکومت نشته ، د اسلامي حکومت په نه شتون کې مونږ ته لازمه ده چې مونږ خپل حقيقی دښمن او دوست وپيژنو ، ددښمن او دوست توپير وکولای شو، نو په دښمنانو کې تر ټولو د مخه بايد مونږ يهود وپيژنو چه يهود څوک دي.

الله رب العزت د يهودو په نامه له اسمان څخه کوم دين نده راليږلی، تر څو دوي خلک ورته دعوت کړی بلکه  ټولې هغه رسالې چې د الله رب العزت لخوا رانازلي شوی د اسلامي دين د حمايت په خاطر نازلی شوي ، الله رب العزب فرمائي: ( إِنَا الدِّينَ عِنْدَاللَّهِ الْإِسْلَامُ ) د الله تعالی په نزد قبول شوي دين اسلام دي ، اسلام د  ټولو  رسولانو ، ملائکو او د هغه بندګانو په نزد کوم چه د الله (ج) له لوری ورته هدايت شوي يواځېني منل شوي او مقبول دين دی ، يولک څلوريشت زره کم او زياتو پيغمبرانو همدغه اسلام ته دعوت کاوه  ، لکه څرنګه چه بل ځای کې الله (ج) فرمائي: (أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَ كَرْهًا و َإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ) ترجمه:د الله د دين څخه پرته د بل دين غوښتونکي دي دوی حال داچې د ځمکې او آسمانونو ټول کائنات  په خوښه او يا جبر سره الله ته تسليم دي او دا ټول الله ته رجوع کونکي دي) نو له دي ځايه ويلای شو چې د يهود په نامه کوم الهی دين نشته او له مخکنيو او اوسنيو  يهودو څخه د هغو دا مزخرف دين نه قبليږي، او همدارنګه فرمائي: (وَمَنْ يبْتَغِ غَيْرَالْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ) (ترجمه : او چا چې د اسلام نه سوا د بل دين لټه ئې وکړه له هغه ځېنې نه قبليږي او هغه به په اخرت کې د تاوان کونکو څخه وي) .

او ددې خبرې پوهيدل هم ضرور دي چې د موسی عليه السلام اتباع او امتيان ټول يهود نه بلکه  مسلمانان ول ، قران ددې شاهدي و ائې او داسې فرمائې چې موسی خپل قوم ته وويل : (وَقَالَ مُوسَى يَاقَوْم ِإِن ْكُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُسْلِمِينَ) (ترجمه :موسی (ع) وويل خپل قوم ته چې که تاسو په ريښتيا هم په الله ايمان راوړی نو په هغه توکل وکړي که مسلمانان يي ) او همدارنګه  کله چې د موسی په مسلمانو ملګرو دفرعون ظلم او زياتي له حده تير شو  نو هغه ورته وويل:(وَمَا تَنْقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ) ترجمه :و دوي له مونږ نه انتقام نه اخلي مګر ددې لپاره چې مونږ د خپل رب په ايتونو ايمان راوړی کله چې مونږ ته راغلی ، نو ای زمونږ ربه ته مونږ ته صبر نصيب کړې او مونږ مسلمانان مړه کړې  ، پدې دواړو ايتونو کې موسی(ع) خپلو ملګرو او اتباعو ته د مسلمانانو خطاب کړی ، له دې نه معلوميږي چې د موسی(ع) ملګري يهود نه بلکه مسلمانان ول.

يهود په اصل کې د يهوذا قبيلي ته منسوب خلک دي، چه د يهوذا  (ذال) حرف د (دال) په حرف بدل شوي نو (يهود) ويل کيږي او  دا د موسی عليه السلام قوم دي کوم چې موسی(ع) دوی ته د الله رب العزت لخوا د عيسی عليه السلام له پيدايښت نه تقريباً ديارلس سدي (قرن) مخکی رسول استول شوي وؤ ، ځېني وائي يهودو ته ځکه يهود ويل کېږي چې دوی به ويل : (انا هدنا اليک) يعنی مونږ حق ته هدايت شوي يو.
يهود په نورو نومونو هم پيژندل شوي ، لکه (العبرانيون)، (اسرائيل)، ( الصهيونية)، عبرانيون منسوب دي د عابربن سام بن نوح عليه السلام، او يا هم هغه حادثي ته منسوب دي ، کوم چي دوي له مصر څخه شام ته ولاړل او د نيل رود ئې عبور کړ  نو ځکه ورته عبرانيون وائي ، يهود د بني اسرائيل په نامه هم پيژندل شوي يعنی د اسرائيل اولاد ، اسرائيل د يعقوب عليه السلام نوم دی  او له دوه عبراني کلمو څخه ترکيب شوي چې (اسرا) د بنده او (ائيل) د الله په معنی دی  يعني د الله بنده.

اوس چې يهود کوم نوم ته ځان منسوبوي هغه (صهيون) دي ، صهيون د صيانت او تحسين څخه اخيستل شوي ، له دي نامه څخه په استفاده يهودو يوه ډله جوړه  کړه  چې (حرکة الصهيوني) نوميږي ، او دا کار ئې خاص د فلسطين او مسجد الاقصی د اشغالولو په خاطر وکړ، او دي نوم ته يې دومره قدر ورکړ چه وايې ټول يهودي صهيوني کيدای نشي ، دوی ځان ته خاص اوصاف تعين کړل ، دوي د الله سره ددروغ محبت او له نورو سره کرکه کول او د عالم رياست لاسته راوړل د ځان اوصاف او اهداف و ټاکل.

د يهودو مصادر تنها د تورات له کتاب څخه ندي کوم چه په عهد قديم سره هم مشهور دي، نور مصادر هم لري چي له تورات څخه دوي ته ډير مقدس دي ، خصوصاً په اوس وخت (تلمود) او (د حکماؤ پرتوکولونه) چي يهودو ددي عالم څخه پټ ساتلي او پدې کې داسې څه هم شته چې يهود ته وائې دوی بايد ځان له ټول عالم څخه خلاص کړي او تنها يهود پدي دنيا کي د ژوند کولو حق لري، او کوم چه پاتي کيږي هغه به د يهودو غلامان وي.

ديهودو له مصادرو څخه يو هم د تورات مقدس کتاب دي ، تورات په موسی عليه السلام نازل شوی ، او عهد قديم هم ورته وائې ، دا ځکه چې  کله ئې په انجيل د عهد جديد نوم کيښود نو تورات  ئې په عهد قديم مسمی کړ، تورات د يهودو اولنی کتاب دی چې يهودو ته ئې توحيد او شريعت بيان کاوه ، تورات عبراني کلمه ده چې د شريعت او ديني تعليم معنی ورکوي ، البته ننی تورات تحريف شوی تورات دی او هغه د الله له لوري را ليږل شوی کتاب ندی کوم چې په موسی (ع) نازل شوی وه.

يهودو تورات په نهه ديرشو صفرونو تقسيم کړی ، پنځه ئي موسی عليه السلام ته مختص کړي ، او په دي ئي ډير اعتماد دي ، چې په ترتيب سره دادي : صفر التکوين ، صفر الخروج ، صفر التصنيعة ، صفر الاوين ، صفر العدد ، او څلورديرش نور ئي له موسی عليه السلام څخه وروسته خلکو ته منسوب کړي ، نولدي تقسيماتو څخه ثابتيږي چه مقدس تورات کتاب اوس مکملاً تحريف شوی ، نور دلايل هم شته چې اوسنی تورات سالم او مقدس کتاب ندی پاتې شوی بلکې د يهودو لخوا پکې تحريف شوي ددې دلايلو ځېنې دادي:

اول: قرانکريم پدې صراحت کوي چې يهودو تورات کتاب ته لاس ور اوږد کړی، او هغه څه ئي پکې پټ کړي کوم چې د يهودو له خواهشاتو سره برابر نه وه الله تعالی فرمائي (يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ)-ترجمه :تحريفوي خبرې له خپل ځآيونونه ، بل ځای کې فرمايي (يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ)- تحريفوی دوی خبری له بعضې ځايونو خپل.

دوهم: خپله تورات په (صفر تصنيعة الصحاح) کې په صراحت سره ذکر کړی ، چې موسی عليه السلام د مؤاب په ځمکه وفات شوی خو قبر ئي تراوسه هيچاته ندی معلوم، نو دلته  سوال پيدا کيږی چي آيا دا موسی عليه السلام په خپله ليکلی او که پس له وفات کيدو د موسی عليه السلام نه بل چا ليکلی ؟

دريم: قطع الاسناد، په اوسني تورات کې د موسی عليه السلام څخه هيڅ متصل سند نشته مثلاً : راغلی چه بني
اسرائيلو کی به بيا داسې پيغمبر رانشي لکه موسی عليه السلام (صفر تصنيعة الصحاح ۱۳۰)

څلورم: کچيرې د اوسني تورات متن وګورو نو له ورايه معلوميږي چه انقطاع پکې شوی، او د متن کلمات ئې يو بل سره ربط نخوري، کله چې رب العزت صفات ذکر کوي نو په داسې يو انداز کې ئې ذکر کوي لکه چې د کوم بنی ادم صفات ذکر کوي ، او رب ئې له انسان سره تشبه کړی.

پنځم: همدارنګه په حقيقي تورات کې د محمد صلی الله عليه وسلم نوم په ډيرو موضوعاتو کې ذکر شوی، خو يهودو حذف کړي او انکار ئې ورڅخه کړي، سره له انکاره ئې کفران هم کړی،او ايمان ئې ورباندې نه دی راوړی.

يهود ايمان نه راوړي مګر په مادي شيانو ، معنويات او اخلاق ورته هيڅ معنی نلری ، وفا په عهد ، اوحياء نلري، ريښتيا ويل ئې عادت ندي ، يهود اصلاً دغه امور نه پيژني ، دوی ته په مادياتو ايمان راوړل اخلاق، وفا ، او حيا‌ء ښکاري ، لکه څرنګه زمونږ په نوي نسل کې هم دا مرض را پيدا شوی، ددوی هم  عزت او ذلت په مادياتو پوری تړل شوی ، دا فکر انسان سره هغه وخت پيدا کيږي چې په ورځ د اخرت ايمان ورځېني هير شي لکه د يهودو په شان چې هغوي هم په اخرت ايمان نلري.
                                                                            ومن الله التوفيق.

مسلم حسین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د