نړۍ

پاکستان هغه عالم نیولی چې د حکومت تر مخه به یې د میاشتې لیدو اعلان کوی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د پاکستان حکومت هغه دیني عالم نیولی چې د رویت هلال رسمي کمېټې څخه به یې ځانته جلا کمېټه را بلله او د میاشتې لیدو په صورت کې به یې د اختر او یا هم د روژې اعلان کوی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم دغه عالم مفتي شهاب الدین پوپلزی نومیږي او په وینا یې په پېښور او خیبر پښتونخوا کې د غیر رسمي رویت هلال کمېټې مشر بلل کیږي.

په پاکستاني رسنیو کې نوموړی یو اختلاف خوښوونکی مفتي بلل کیږي، خو په خیبر پښتونخوا کې ورته د یوه معتبر عالم دین په سترګه کتل کیږي او په اعلان یې روژه نیول کیږي او روژه خوړل کیږي.

نوموړی په پېښور کې د تاریخي مسجد «قاسم علي خان» خطیب دی.

مفتي پوپلزي ته نیژدې سرچینې وايي چې نوموړی وړمه ورځ اسلام اباد ته ور بلل شوی وو خو بیرته نه دی را ګرځېدلی او موبایل یې هم بند دی چې له امله یې په اړه ګمان کیږي چې د حکومت له لوري به نظر بنده شوی وي.

باید وویل شي چې هر کال د اختر او روژې په اړه په پاکستان کې اختلاف را منځته کیږي چې له امله یې په یوه ښار کې اختر او په نورو کې روژه وي.

د پاکستان رویت هلال رسمي مشر مفتي منیب الرحمن دی، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې په سترګو باندي د میاشتې پر لیدو ټینګار کوي او د شاهدي اخیستلو په برخه کې هم د تشدد او احتیاط څخه کار اخلي.

ګمان کیږي چې نن به په سعودي او عربي نړۍ کې د میاشتو لیدلو امکانات زیات وي ځکه چې د میاشتې ولادت به وختي شوی وي او د لمر لوېدو وروسته به د شاوخوا ۲۲ دقیقو لپاره په اسمان کې پاته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x