ورزش

کرکټ نړیوال جام: افغانستان کواټر فاینل ته ووت

نن ټکی اسیا: د افغانستان تر  ۱۹ کلنو ټيټ لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال کرکټ جام کې د  نمیبیا لوبډلې  ته په ۴ ویکټو د ماتې ورکولو وروسته منځلوبې «کواټر فاینل» ته ووت.

افغانستان په خپل ګروپ کې په ۳ نمبر و، ټاکل شوې وه که بنګلادیش د استرالیا نه سیالي وګټي او افغانستان يې له نمیبیا نه، نو افغانستان  به  کواټر فاینل ته ووځي. خو؛ که چېرې افغانستان وګټله او بنګلادیش وبایلله نو بیا به د منډو  اوسط (رنز ریټ) ته کتلای شي او د کومې لوبډلې چې زیات و هغه به کواټر فاینل ته وځي. نن افغانستان له نمیبیا څخه لوبه وګټله او استرالیا له بنګلادیش څخه، خو د بنګلادیش مقابل کې د افغانستان رنز ریټ ښه و، نو بنګلادیش پاتې او افغانستان منځلوبې (کواټر فاینل) ته ووت.

افغانستان نن /چهارشنبه د فرورۍ ۱۹مه/ د نمیبیا سره سیالي درلوده، پچه نمیبیا وګټله او لومړی توپوهنې ته ودرېد، په پیل کې د نمیبیا لوبغاړي د افغان بالرانو ته پښې ټینګې نشوې او یو په بل پسې يې ۲ لوبغاړي وسوځېدل، وروسته «ګېرهارډ ایرسموس» د نورو لوبغاړو سره ډير ښه لوبه وکړه، نوموړي ۸۴ منډې په ۱۱۹ بالونو جوړې کړې.  نمیبیا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۱۹۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ۱۹۳ منډې هدف وټاکه د افغانستان له لوري مسلم موسی ۳، شرف الدین ۲ او حشمت الله شایدي ۱ ویکټه واخیستله.

د نمیبیا تر لوبې وروسته افغانستان توپوهنې ته ودريد، پیل يې ښه او وروسته یو په بل پسې ویکټې وغورځېدې. د افغانستان له لوري محمد مجتبی ۵۰ او حشمت الله شایدي ۵۲ ښې منډې وکړې. افغانستان ټاکلی ۱۹۳ هدف په ۲۵ اورونو او ۳ بالونو پوره کړه.

افغانستان  د روانې میاشتې په ۲۳مه په کواټر فاینل کې د جنوبي افریقا سره مخ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x