نظــر

مسلمانان به کله راويښيږي – لاملونه او لارې چارې (دریمه او وروستۍ برخه)

نياز الله عرفان

لارې چارې

اوس د مسلمانانو د دغو ټولو مشکلاتو حل په لاندې څو ټکو کې نغښتی :

۱ – خپل منځي اتحاد او زغم:

الله تعالی جل جلاله په خپل مبارک کتاب کې فرمايي: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَ اتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) يعنې: يقيناً (ټول) مسلمانان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو تر منځ روغه جوړه وکړئ او له الله تعالی څخه ووېرېږئ تر څو په تاسې رحم وشي.

همداراز نبي عليه السلام هم فرمايلي: المسلم اخ المسلم، يعنې يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی.

نو کله چې مسلمانان ځانونه په رښتيني توګه سره وروڼه وبولي، ايا بيا به هم دغه حالات وي!، همدا کينې، جګړې، يو د بل پر خلاف له کافره مرسته غوښتل او واړه واړه اختلافات جنګ جګړو ته رسول!

نه، هيڅکله نه. که چېرې مسلمانان دغه صفت په ځان کې پيدا کړي، يو بل وزغمي او له احساساتي او جذباتي شيطاني پرېکړو ځان وساتي، هيڅکله به يو مسلمان د بل مسلمان په غم خوشال او په خوشالي غمجن نه شي. بيا به هيڅ کله کوم مسلمان د بل مسلمان پر خلاف جوړ شوي کفري ځواک کې ګډون او همکاري ونه کړي، بيا به هيڅکله کوم بې وزلی د شتمن د بنګلې تر څنګ وږی پاتې نه شي، بيا به هيڅکله کوم مسلمان بل ونه وژني، په مرګ به يې تهديد نه کړي، يو بل سره به کينه ونه ساتي او بيا به هيڅکله کفار زموږ تر منځ راځای نه شي او نه به له موږ څخه کومه ګټه واخلي.

کله چې موږ کې زغم پيدا شي او په وړو وړو خبرو اختلافاتو او جګړو ته ونه رسېږو، ولې به موږ بېلې بېلې جبهې، ډلې او ټولنې جوړوو او ولې به نن د يو خپلواک اسلامي خلافت پر ځای شاوخوا پنځوس يرغمل، بې واک، ضعيف او غلام اسلامي هېوادونه موجود ؤ، داسې هېوادونه چې يو يې هم د خپل سر پرېکړې اختيار نه لري. نن به کفارو ولې داسې امنيت شورا جوړوله چې پنځه هېوادونه پکې دايمي غړيتوب لري، د ټولې نړۍ اختيارات يوازې دوی له ځانه سره ساتلي، خو په دې پنځو کې يو هم اسلامي هېواد نه دی.

د نه زغم او يو پر بل بې باورۍ له امله نن په نړۍ کې دوه داسې اسلامي هېوادونه نشته چې دواړه اسلام ته ژمن، يوه له بله سره همکار او د اسلام دښمنانو ته يو واضع پيغام ولري. نن همدا اسلامي هېوادونه دي چې په سرحدونو کې يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي، خو اروپا يو داسې سازمان جوړ کړی چې د دې ټولنې د هر غړي هېواد وګړي کولای شي په ازاده توګه ټوله اروپا کې تګ راتګ وکړي!

څرنګه چې نن ورځ تر بلې مسلمان د کمزورۍ، ضعف او ذلت په لور روان دی نو ځکه خو هر مسلمان ته لازمه ده چې نور خپل ځان سره سوچ وکړي، بې ځايه احساسات او جذبې پرېږدي او د جوش پر ځای هوش خپل کړي، د کفر ماتولو لپاره لومړی خپل مسلمان ورور وزغمي، په وړو وړو اختلاتو د جګړې تر حده ونه رسيږي او له خپل منځي مشکلاتو سره سره په يو اسلامي صف کې راجمع او د کفارو پر وړندې شريکه دفاع وکړي.

۲ – ديني پوهه عامول:

د ديني پوهې عامول د دې ټولو مشکلاتو حل دی، که چېرې عمل پرې وشي دغه يو نصيحت ته هم حاجت نه پاتې کيږي، خو دا هغه مهال چې علم سره عمل هم موجود وي، ځکه بيا خو به هر مسلمان په خپله ښه او بد پېژني او عمل به پرې کوي.

ځکه خو شيطان ته له زرو عابدانو (چې علم ورسره نه وي)، د يو عالم بې لارې کول سخت دي. نو کله چې مسلمان د خپل دين له اصولو خبر نه وي، عمل به څنګه پرې وکړي. نبي عليه السلام فرمايي: طلب العلم فريضة علي کل مسلم، يعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده. همداسې د ديني تعليماتو تر څنګ عصري تعليمات هم پر مسلمان فرض دي، ځکه کفارو نن د همدغو عصري تعليماتو له امله پر موږ برلاسي موندلې او اسلام هم موږ ته د کفارو په مقابل کې له هرې حربې د ګټې اخيستنې حکم کوي، نو څرنګه چې دغه حربې او پر کفارو کاميابي د ديني تعليماتو تر څنګ عصري علم ته هم ضرورت لري نو ځکه خو پر هر مسلمان دومره عصري علم فرض دی چې د کفارو مقابله پرې وکړي.

۳ – اوليات او ثانويات پېژندل:

څرنګه چې اسلام يو اجتماعي، ټولنيز او فطري دين دی، نو ځکه خو د ژوندانه ټولو برخو کې خپل خپل قوانين او اصول لري. همداراز اسلام د اعتدال او منځلاريتوب دين دی، نه پکې افراط ته ځای شته او نه تفريط ته. د دې تر څنګ بله ځانګړنه يې دا هم ده چې اسلام د درجه بندۍ دين دی، يا په بله اصطلاح اسلام هغه دین دی چې ټولې چارې يې د خپل اهميت له پلوه د اولياتو او ثانوياتو په ليست کې مرتبې کړې دي. يعنې هر کار يې د خپل اهميت له پلوه په يوه خاص وخت او ځای کې پلي کېدو ته وړاندې کړی.

نو په همدې اساس که چېرې مسلمانان د خپل دين صحيح تعريف زده کړي او بيا په هغه باندې سيي عمل کولو ته چمتو شي؛ نو خامخا به مسلمانان د نړۍ تر ټولو قوي او کامياب ولس واوسي. صحيح عمل هغه عمل ته ويل کيږي چې د اسلام له مهال وېش سره سم وي، مثلاً اول اهم بيا مهم بيا غوره بيا لږ غوره او ورپسې مباح.

نن چې مسلمان وروسته پاتې دی لامل يې همدغه د اولياتو او ثانوياتو نه پېژندل او بې ځايه شيخي ده. په وړو وړو خبرو جنګ جګړو ته رسېدل، په مستحباتو او فضايلو امت پاشل او د علماؤ تر منځ د ښه او بد وېش کول هغه څه دي چې دا امت يې نن دغه حالت ته رسولی او د همدغو مستحباتو، فضايلو، ښو او بدو علماؤ تقسيم او نورو وړو وړو مسائلو له امله نن اسلامي امت له يو لوی الهي حکم (اتحاد او وحدت) سره په ټکر روان دی. د سنتو او مستحبو فضايل او په بېلا بېلو مسائلو کې غوره والی او وروسته والی هم پر خپل ځای ديني مسائل دي، خو د دې په هکله داسې حکم نه دی موجود چې پر دغو مسائلو دې داسې پابندي وشي چې حتی د امت وېشلو لامل وګرځي.

۴ – ايثار او قرباني ته چمتو کېدل:

د مسلمانانو تر منځ د اخوت او ورورګوۍ تر ختمېدو وروسته دا شيمه پاتې نشوه چې يو مسلمان د بل پر غم غمجن شي او مرستې و ملاتړ ته يې مټې رابډوهي. کله چې ټول مسلمانان پر دغه مبارک حديث عمل وکړي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي: خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړه چې ځان ته يې خوښوې، نو خامخا د مسلمانانو دغه مشکل هم حل کيږي او د قوت، ځواک او خپلواکۍ پر لوري به يو بل ګام هم اوچت شي.

زموږ په زرين تاريخ کې د ايثار او قربانۍ يوه داسې کيسه موجوده ده چې د يوې غزا پر مهال اووه تنه زخميان پراته ؤ؛ ټولو اوبو ته اړتيا درلوده، يو کس اوبه راوړې او يو ټپي ته يې ونيولې، هغه بل زخمي ته اشاره وکړه چې ده ته يې ورکړه چې تر ما زيات کمزوری دی، هغه ته چې ورغی؛ هغه بل زخي ته اشاره وکړه، همداسې دريم کس بيرته دغه اول کس ته اشاره وکړه چې هغه ته يې وروڅښه، خو چې اوبو والا دغه کس ته رارسېده، ساه يې ورکړې وه، بيا يې درې واړه وکتل خو ټولو د اجل غشي ته لبيک ويلی ؤ.

دا د پخوا زمانو رښتينو مؤمنانو کيسې دي چې يادونه يې اوس هم تر او تازه دي، خو متأسفانه نن د هماغو غيرتي مسلمانانو لمسيان يو د بل مال، وينو او خوارۍ په تمه ناست دي او هر يو يې د بل په مشکلاتو کې خپله ګټه لټوي.

۵ – د بهرني دښمن پر وړاندې يوه خوله درېدل:

د صفين جګړې په ترڅ کې دا خبر راغی چې د روم په سيمو کې کوم وړوکی نصراني رياست پاتې دی چې اوس د مسلمانانو له خپل منځي شخړو څخه په استفادې غواړي پر مدينه منوره حمله وکړي او د همدې لپاره يې تياری هم شروع کړی دی.

حضرت معاويه رضي الله عنه (چې دا مهال له حضرت علي کرم الله وجهه سره په جګړه هم بوخت ؤ) هغه نصراني واکمن ته يې يو ليک واستاؤ چې اې رومي سپيه! ته زموږ له خپل منځي جګړو ګټه نه شې اخيستی او که چېرې تاسې د مدينې منورې په لور راوخوځېدئ، نو قسم په خدای چې د حضرت علي کرم الله وجهه د لښکر لومړی عسکر چې ستاسو د وژلو لپاره به درسره مخ کيږي؛ هغه به معاويه د سفيان زوی وي، د دې ليک په اورېدلو نصرانيانو کې وېره خپره شوه او وتښتېدل. (تاريخ طبري)

دا هغه مهال ؤ چې د حضرت معاويه او حضرت علي رضي الله عنهما تر منځ جنګ هم روان ؤ، خو دا يې خپل منځي جنګ وباله او کفارو ته يې ځای پکې ورنه کړ، بلکې د هغوی پر وړاندې پر يوه متحد صف کې ودرېدل؛ نو کامياب هم شول.

نن هم که چېرې مسلمان له خپلو داخلي اختلافاتو سره سره د دښمن پر وړاندې يوه شريکه پاليسي، ځواک او خوځښت ولري نو د هماغو نصرانيانو زامن نن هم تېښتې ته اړ کېدای شي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x