افغانستان

له حکمتياره جلا شوی قومندان حاجي امان الله په هوايي بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنيتي چارواکي وايي تېره شپه په شیګل ولسوالۍ کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له حزب اسلامي جلا شوی قومندان حاجي امان الله له خپلو ملګرو سره وژل شوی دی.

د کونړ امنيه قومندان غلام فاروق پرواني رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه درې بجې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د شيګل ولسوالۍ په هلالزو سيمې کې د حکومت پر مخالفينو بريد کړی، چې له امله يې د قومندان امان الله خان په ګډون شپږ کسان وژلي دي.

قومندان امان الله سره په دې بريد کې ګل محمد، امين الحق، شينا، محمداجان او تاج محمد په نوم کسان وژل شوي دي.

د سيمې ځايي اوسېدونکو هم رسنيو ته تاييد کړې، چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې حاجي امان الله خان وژل شوی، خو د پېښې ځای کې اوس هم الوتکې پروازونه کوي او څوک نژدې نه شي ورتلی.

د سيمې خلک وايي، حاجي امان الله د حزب اسلامي تکړه قومندان و، له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره اختلافات زيات شوي وو او کله، چې حکمتیار کابل حکومت سره سوله وکړه، امان الله خان ورسره مخالفت وکړ او د بهرنيو ځواکونو پر ضد يې جهاد اعلان کړ.

د حاجي امان الله کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمار

شاید این عملیات امریکایی ها در همکاری حکمتیار صورت گرفته باشد زیرا با کشتن این قوماندان خود؛ برای امریکایی ها یک تحفه عیدی داده و امتیازاتی نصیب خواهد شد.

اجمل

لمړی. د الله ج په لیار کی شهید شوی ته مړ یا وژل شوی مه وایاست ، دا زما نه د الله ج فرمان دی نه منل یی کفر او نه عمل پری کبیره ګناه ده، که زمونږ په اسلامی توصیه باور نه کوی لویو لویو شیخانو ته مراجعه وکړی. دوهم : د هغه مجاهد او ستر قوماندان په نښانه کولو کی د سلامی حزب لاس او پشی دی ، د هغه مجاهد په شهیدولو حکومتیار غوښتل چه د اشغالګرو سره ګډه دا عشی پروژه یی افشا نه شی او د دغسی قوماندانو په جلا کیدوو یی داعشی پروژی ته… نور لوستل »

محمد

زه هم د عمار صاحب په ډول ګمان کوم – او د کشمیر خان مرګ هم تصادفی نه راته ښکاری

انعام

وایی یو قاتل پرله بسی ډیر بی ګناه او بی دفاع خلک په شهادت رسولی وو ، بلاخره د وخت د حکومت له خوا ونیول شو یوه پوشتنه تری دا وشوه ، چه تاسی دومره خلکو په وژلو کی به چا زړه وسوځید او زړه مو لږه نرمی پیدا کړه ؟ هغه ورته وویل چه اولنی مرګ ماته ډیر دروند تمام شو او زړه می په لږ ودرید په هغه کس نه بلکه د هغه په کورنی می فکر خراب شو چه ددی کس په نه شتون کی به د هغو څه حال وی ، له هغه وروسته می زړه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x