له تورې بوړې تر ایبټ آباده ــ د اسامه زوی د خپل پلار کیسه کوي (دریمه برخه)

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال: استاد مصطفی حامد (ابوالولید المصري)

ژباړونکی : عبدالرحیم (ثاقب)

بیاهم د ژباړونکي یادښت

درنو لوستونکو!

د دې کیسې د ژباړې د دوهمې برخې په خپریدو سره چې درنو لوستونکو کوم مثبت او منفي تأثرات اخیستي او د ژباړونکي په صفت یې په ما پوري تړاو لرلی هغه ما ټول له ځان سره یاد داښت کړي چې ان شاء الله د ژباړې په وروستۍ برخه کې بې په اړه خپل تأثر هم ورسره شریک کړم.
پاتې شوه مجموعا د لیکنې د محتوی په اړه د درنو لوستونکو نیوکې او ملاحظې ، هغه مې هم یاد داښت او د لیکنې لیکوال ته لیږلې چې په اړه به یې هغه  خپل تصمیم نیسي.

په درنښت

ژباړونکی.

ترخه عسل (شات)

یو مهال مونږ دری واړه ( زه ، پلارمي او ډاکټر ایمن الظواهري) د غره په سر یوه کور کې دری په دری اوسیدلو.
زما د پلار او ډاکټر صاحب ایمن ترمنځ څه معمولي خوابدن رامنځته شو.

د خوابدون لامل یې دا وه چې پلارمي یوه اندازه د بیرې عسل واخیستل.

ډاکټر ایمن ورباندې په غوصه او ور ته ویې ویل :

د مجاهدینو په پیسو مونږ ته عسل اخیستل ناروا دي.

پلار مي ورته وویل :

راځه … ویې خوره !

د الله په فضل د جهاد له پیله تر همدې شیبې پورې مي نه په خپل ځان او نه هم په اولاد د مجاهدینو له ماله یوه روپۍ لګولې.

دا عسل می هم په خپلو روپو اخیستي ، نه دمجاهدینو په هغو .

له دې سره ډاکټر ایمن هم خاموشه او د پلار په ځواب کې مي څه و نه ویل.

دلته له څه وخت تیرولو وروسته ، یوه ورځ یو ناشناخته سړی راغی ، چا چې تر مونږ پوري را رسولی و هغوی ته یې خپل نوم ابو احمد الکویتي ورښوودلی و.

دا سړی چې له کوم لیري ځایه راغلی و ښه ستومانه او دلته له را رسیدو سره سم د کور په بله کوټه کې مي د پلار لیدو ته انتظار و.

پلار مي راته وویل چې ته ورشه ویې ګوره او دا تري مالومه کړه چې ریښیا هم دا سړی ابو احمد دی؟

زه ورغلم سړی خوب وړی و آرام مي وښوراوه ، چې را ویښ شو روغبړ مي ورسره وکړ ، د خبرو په مهال مي دا تري مالومه کړه چې همدا کس ریښتیا هم ابو احمد دی ، پلار ته چې مي ورغلم او د سړي د ابو احمد والی ډاډ مي ورکړ، سمدستي یې خپلې کوټې ته وروغوښت او ښه اوږد مجلس یې ورسره وکړ.

د آرامۍ هیله مو په نه هیلې بدله شوه

یوه ورځ ناببره زمونږ د اوسیدو په خواوشا کې وضعیت بدل شو، امریکایان همدې سیمې ته د عملیاتو په نیت راغلل خو پلار مي چې خبر شو ویل یې کرار همدلته په دې خپل کور کې اوسئ! دا امریکايي ځواکونه چې دلته راغلي داسې ښکاري لکه چې هسي تصادفې دې سیمې ته راپیش شوي وي او بیرته ژرځي.

دا چې پلار مي تر معمول یوڅه زیات وخت دلته د کومې امنیتي ستونزې له پیښیدو پرته تیر کړ نو بلکل یې دلته زړه ولګیده او په دې سیمې کې یې تقریبا د دائمي اوسیدو سوچ کاوه.

نوموړي په همدې نظر له هغه چاسره چې مونږ ته یې دلته د اوسیدو زمینه برابره کړې وه و خبره وکړه چې دلته مونږ ته خپل کور جوړ کړي ، هغوی ته یې د کور نقشه هم ورکړه ، دا نقشه عین هماغه نقشه وه چې وروسته یې بیا د هغې له مخې په ایبټ آباد کې کور جوړ کړ ، نقشه مخکي تر مخکي په داسې ترتیب ډیزاین شوې وه چې سړی له لیري باندې تیر ایستل کیده .

د دې سیمې خلګو مي له پلار سره ډیره ښه رویه کوله ، پلار به مي هم ورسره ښه وضعیت کاوه او له هغوئ سره به یې د امریکایانو خلاف جهاد کې نغدي مرسته هم کوله.

ریښتیا هم چې هغوئ په خپلې سیمي کې د امریکایي ځواکونو په خلاف ښه مقاومت کاوه.

وروسته مي د پلار نظر بدل شو او غوښتل یې همدا ځای نور د تل لپاره پریږدي.

مګر د سیمې د خلګو دا پریکړه نه وه خوښه او مونږ ته ټینګ وو چې له دوئ سره پاتې شو، خو پلار مي ورته خپل عذر ووایه ، او ورته ویې ویل چې تاسی له مونږ سره ډیر تکلیف شوي یاست، مونږ غواړو نور د اوسیدو لپاره دا سیمه پریږدو.

که خدای وکړل چې افغانستان له امریکايي اشغاله آزاد شو او په سعودي کې مونږ ته د اوسیدو زمینه مساعده شوه زه تاسو ته دا وعده درکوم چې د حرم مکي په څنګ کې به ستاسي لپاره خاص کور جوړوم، هغوئ ته یې نورې نغدې مرستې هم ورکړې او ښه یې خوشاله کړل.

هغوئ مي د پلار د دې ژمنې په اوریدو ډیر خوشاله او ورڅخه وې غوښتل چې د ژمنې د عملي کولو په نیت د لاس قول ورکړي، چې پلار مي هم د موافقې په دود خپل لاس د هغوئ پر لاسونو د پاسه کیښود.

هغه و چې ابو عامر دا مهال له جلال آباده راغی ، پلار مي تر مجلس وروسته ورته ۵۰ زره ډالر ورکړل چې په ننګرهار کې ورباندې جهادي فعالیتونه ګړندي کړي، او له دې سره یې ځیني مهم اهداف ورته مشخص کړل چې باید تر هرڅه وړاندې هغه له منځه یووړل شي.

ننګرهار ته د ابو عامر په رسیدو سره واقعا هم چې نوموړي د امریکایانو خلاف مقاومت کې ښه ګرم او کوم اهداف چې مي پلار ورته مشخص کړي و د هغوئ له جملې څخه یې ځیني له منځه یووړل ، چې د یوه تر ټولو مهم هدف د له منځه وړلو د خبر په اوریدو مي پلار ډیر خوشاله سو ، د شکر سجده وکړه او ویې ویل :

په ننګرهار کې چې مجاهدینو په تیره عربو مجاهدینو ته کوم تکلیفونه رسیدلي و دا هدف د هغوی په انتقام کې له منځه یووړل شو.

مونږ لا همدا د کونړ ولایت په یوه بله سیمه کې و چې امریکایان بیا هغې سیمې ته راغلل، دا ځل هغوی مونږ ته ډیر نیږدي راغلي و، مونږ ته د امریکايي ځواکونو د را رسیدو خبر یوه افغاني مجاهد راکړ، مونږ ناست وو چې یو مخابره په لاس سړی راغی ، سترګې یې رډې (برندې) راختلې وي او په مخابره کې یې مسلسلې ښکنځلې کولې، مونږ ته یې وویل چې هغه دې امریکایان د دې غره لاندې کندې ته را ورسیدل او زښت زیات شمیر شوبلې او ټانګونه ورسره دي.

ریښتیا چې ډیر سخت موقف و ، مونږ هم سمدستی خپل بوټونه په پښو او وسلې مو را واخیستلې او د غره لوړه مو په مخه ورکړه.

سره له دې چې دا مهال په غره کې واروره هم نه وه خو مونږ په غره ختلو کې ډیر ستړي حتی نفس مو قید شو..

مونږ مخ پورته ډیر په تیزي ختلو چې د امریکايي شوبلو او ټانګونو غږونه راپسي را لنډیدل ، یو مهال چې مو ورته وکتل امریکايي همر موټرونه ډیر نیږدې راته لاندې په یوه خوړکې تیریدل، مونږ د هغوي په لیدو د یوې ونې شاته پټ کیناستو، پلارمي ویل چې تر څو هغوئ را باندې پیر نه وي کړی مونږ به ورباندې پیر نه کوو.

له دې سره ډاکټر ایمن وویل: زه خو بیا هغه محبس (تنګې کوټې ته) نه ننوځم.

هغه و چې دا کتار تیر شو مونږ را ولاړ شو بیا مو مخ پورته خپل مزله ته ادامه ورکړه.

زمونږ سیمه ییز لارښود مجاهدین چې څوک و هغوی د ګڼو ونو په منځ کې راته یو پټ ځای پیدا کړ، دا پټ ځای یوه لویه ونه وه چې کږې وږې ریښې یې دا سې په ځمکه غزیدلې وې چې د هغوی پرسر نورې وړې وړې بیخچۍ (څانګې ) راشنې شوې وې چې د دغو ریښو او د ځمکې سطحې بلکل د یوه خندق (کډي ) بڼه غوره کړې وه په دومره مساحت چې یو نفر ترلاندې په پروتیو ځایدای شوای.

خو همدې د یوه نفر ځای ته مونږ دری واړه ور ننوتلو، پلار او ډاکټر صاحب ایمن څنګ په څنګ وغزیدلو زه د دوئ دواړو پښو ته پریوتلم.

سیمه ییزلارښود مجاهد نورې څانګې او واښه پر مونږ له پاسه د لویې ونې د ریښو پرچولو باندې وا چول.

له امریکایانو سره دا مهال الوتکې نه ، خو پلېو ځواکونه او زغره والو شوبلو یې تر مونږ لاندې سیمه ټوله نیولې وه.

مونږ دوه ورځې مکملې له سهاره تر ماښام لمر لویدو پوري ترهمدې ونې لاندې د ګیدړانو په ځاله کې په نهاره تیرې کړې ، نه پورته کیدای شوای ، نه مو خوراک او څښاک کولای شوای نه مو لمونځ کولای شوای آن چې رفع حاجت ته نشوای وتلای.

دوې ورځې وروسته چې امریکایان ولاړل ، هماغه افغانی مجاهد لارښود مو راغی او راته ویې ویل چې نور د خطر وخت تیر شو سیمه نور په امن ده کولای شوای چې راووزئ.

زه ژر را پورته شوم ترڅو چې مي پلار له هغه ځایه بهر راووت ما يي د را وتلو عکاسي وکړ چې هماغه فیلم اوس هم د السحاب نشراتي مؤسسې په آرشیف کې شته دی.

همدا راز له دغه لوړغره څخه د بیرته راکوزیدو په مهال مي له خپل پلار او ډاکټر ایمن څخه تصویرونه واخیستل چې وروسته هماغه تصویرونه زما د پلار او ډاکټر ایمن د بیا ظهور  لومړني تصویرنه وو چې په نړیوالو رسنیو کې نشر او هغوی ورباندې د تورې بوړې خیال کاوه.

ورسته مو له دې ځایه څخه د مقابل غره په لوري مزل پیل کړ، دا غر ډیورنډ کرښې ته څیرمه پروت او بلې غاړې ته یې د پاکستان هیواد د سیمو او ښارونو ودانۍ ښکاریدلې.

یاد غر ډیر لوړ و او مونږ هم د شپې په تیاره کې تر سپیده چاود پوري په هغې کې مسلسل مزل وکړ، د غره څوکه دومره هسکه وه چې مونږ د هغې سرته په ورختو سره په وريځ کې پټ شو او جامې د سر او ږیرو ویښتان مو لانده شول.

دوه کسه نور لارښودونکي هم راسره وو چې ټول شمیر مو پنځه کسه و مګر خواړه راسره فقط د دریو کسانو وو.
د سهارله راختو سره هماغه د هسک غره په لوړو کې یوه کلي ته ورسیدو، خو له هغه مو لاره چپه کړه او خپل مزل مو دغره څوکې ته د رسیدو په نیت اوږد کړ.

د غره د سر څوکې ته په رسیدو سره مي پلار وویل چې دلته به لیږ دمه وکړو، بیا به ځو له خیره سره .

همالته مو تر ونو لاندې لیږ ځای سم کړ او ټولو ورباندې ډډې ووهلې.

تقریبا لس دقیقې به نه وې تیرې شوې چې شړکنده باران راباندې پیل شو، مونږ چې توله شپه مزل کړی و دومره ستړي و چې له باران څخه د پټیدو لپاره له ځایه نشوای ولاړیدلای.

لماسره ترځان د خپلې کیمرې ډیر تشویش و چې لنده نشي دا دیوه کال عکاسې کړې خوارۍ به مې ټولې برباد شي.

ځکه  به مي هغه په راسره جامو کې تاو او ترځان لاندې کوله.

باران وروسته ورو خو له لمر څرک سره بلکل ودریده ، له دې سره سم مو بیا مزل پیل کړ ، لارښودو مجاهدینو  مو د وروستي منزل د رالنډیدو ډاډ را کاوه او تر هر څو ګامه وروسته به یې راته ویل :

نور را رسیدلي یو.

د دې سفر ډیر جریان مي هم په راسره کیمرې کې عکاسي کړې او فعلا هم راسره موجود دی.

پاکستان ته د اوښتو مرحله

اوس نور زمونږ په سفر کې بلکل یو بله مرحله پیلیږي.

ځکه مونږ د دې هسک غره له څوکې څخه د راښکته کیدو په حال کې نور د پاکستان په لور ور روان یو، همدلته ډیرې ستړیا له یوې خوا لوږې او تندې له بلې خوا نور د پښو سیک را ختم کړ، هماغه و چې په لاره کې یوې داسې لوې ډبرې (صخرې) ته ورسیدو چې منځ یې کډی او د تازه باران اوبه ورکې ډنډ شوې وي.

هغه اوبه مو په مزه مزه وڅښلې او د مزله پوره کولو لپاره مو ملاوې وتړلې.

دې مزله مو د ورځې ډیره برخه ونیوله چې یواځې نیم ساعت مو پکې دمه وکړه ، بالاخره ماسپښین مهال یوه کلې ته د پټیدو لپاره ور و رسیدو ، د هغه کور اوسیدونکي پښتانه او ډیر میلمه پال خلګ و مونږ یې ډیر ونازولو او د احتیاط له وجې په خپل کورکې د ماشومانو خونې ته د ننې ور وستلو مونږ چې هغې کوټې نه ور دننه شولو داسې مو حس کړه چې کوربنو همدا زمونږ پخاطر خپل ماشومان تازه له همدې خونې بل ځای ته لیږلي. ځکه هلته د پاتي بسترو او بالښتونو د تازه پاڅول شویو تنکیو ماشومانو بوي ته ..

په دې کور کې مونږ د مختار (خالد الشیخ) د راتلو په انتظار تم شولو.

دا کلی د هماغه هسک غره په ډډه کې پروت او تر سرک پوري نیم ساعت لاره وه ، ځکه زمونږ راه بلد ملګري ډیر په تشویش کې وو او را ته ویل یې چې دا سرحدې سیمې دي ، تر همدې کلې لاندې امریکایان او د هغوئ جاسوسان ولاړوي، ښه خبره داده چې مونږ لاندې ورکوز نشو، ما ته مي پلار وویل چې ته او یو راه بلد د لاري معلوملو لپاره ورشئ، هغه یوه شفري نښه هم راکړه چې که خدای مکړه مونږ ونیول شو دوئ به له نیول کیدو څخه خوندې وي.

مونږ چې لاندې ورکوز شوو هیڅ هم نه وو ، هماغه و چې دوئ ته مو د راتګ اشاره وکړه پلار او ډاکټر صاحب هم راکوز او همدلته د سړک پر سر مختار(خالد الشیخ) له پیجارو موټر سره راته انتظار و.

خالد الشیخ په همدې پیجارو موټر کې د پیښور ښار یوه خوندي کورته ورسولو او هلته مو ته د ستړي سفر له ستوماني څخه دوه ورځې پر لپسي آرام وکړ.

وروسته مي مور( میره ) او یوه میریزي خور هم دغه کورته د پلار لیدو ته راغلي.

دلته په را رسیدو سره مو څو ورځنی ستړي سفر یو پړاو پایته ورسیده او تر دوه ورځنۍ دمې وروسته مي پلار زما د تشویق او هڅونې په غرض راته ویل چې ته نور زلمی شوی یې ته باید ولاړ شي او ځانته نور د واده غم وخوري.

ما د واده په خبره ځان کوڼ واچاو خو ده راته په سوډانۍ لهجه په موسکي حالت کې وویل :

[يازول .. يازول .. دايرين نشوف أولادك يازول]..

اي ځواکمن او ځیرک زلمیه ! نور مونږ غواړو ستا اولادونه و وینو!

زه پوهیدم چې زما پلار ما د راتلونکو مسؤلیتونو لپاره په یوه تشویقي لهجه پوهوي ، هماغه و چې ما هم د ده خبره ورسره ومنله او له ده څخه په جلا کیدو سلاشوم ، ده څو نفره لماسره د ملګرتیا په غرض راته راوغوښتل او ماته یې ۵۰۰۰ ډالر د سفرخرڅه راکړه خو راته ویې ویل چې دا مي د دې لپاره درکړل چې ته د خپل د واده کار وبار ورباندې جوړکړي.

مخکې تر دې چې زه له خپل پلار سره مخه ښه وکړم ، د امنیتي ملحوظاتو له کبله مي د پلار او ډاکټر صاحب ایمن د جلا کیدو پریکړه هم شوې او هغه هم په بیل ځای کې ځای پرځای شوي و.

ماهم د وروستي ځل لپاره د خپل پلار لاسونه ښکل او د بل نوي پړاو د پیلولو په غرض تري رخصت شوم.

{ نور زمونږ د کیسي دا زلمي له پلار څخه تر بیلیدو وروسته د خپل ستړي ژوند د یوې بلې مرحلې کیسه پیلوي چې له پیښوره یې د لاهور ، راولپنډۍ ، کراچۍ او کویټې په لارې پیل کړې او په ایران یې پایته رسولې ، چې دا مرحله یې هم له سر ترپایه له زیاتو کړاونو، نیول کیدو ، بنديتوب او نورو بوږنوونکو پیښو ډکه ده ، تر دې چې اخیر بیرته د دې ستړې مرحلې پیښې ټولې د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي ځواکونو لخوا د خپل پلار تر وژل کیدو پوري را رسوي.

نوموړی دا پیښه هم د هغه روایت له مخې چې د کورنۍ نورو غړیو د پیښې د عیني شاهدانو په حیث ورته کړې ، په سخت له ویر او درده ډکه لهجه بیانوي:}

دا عبد الله د خدای بنده دی …

نور بیا

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه

الله پاک دی د شهید شیخ اسامه شهادت قبول کړی او یا الله ته هغه ورځ له خیره سره راولی چی دشهید اسامه او د اسلام د ریښتینو مجاهیدینو غچ له دی کفری نړی په خاص ډول د شیطانی امریکا څخه واخلو ډیره مننه ښاغلی ثاقب صاحب الله دی ډیر ډیر اجرونه درکړی او الله دی امریکا د اسلام د اصیلو مجاهیدینو په لاس فتح کړی آمین یا رب العالمین