افغانستان

«د سولي عالي شورا ویاند باید له دندې ګوښه شي»

نن ټکی آسیا: د انتقالي عدالت د هماهنګي او د مدني ټولنو د کاري همږغۍ ډلو خبرداری ورکړ، چې که د سولې عالي شورا ویاند له دندې ګوښه نه شي، دوی به له یادې شورا سره همکاري ته د پای ټکی کښېږدي.

د یادو ټولنو غړو نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د سولې عالي شورا ویاند شیخ اسامه بن لادن ته د شهید خطاب کړی، چې دا نوموړي دا وینا د مدني ټولنو سخته غوسه را پارولې او د سولې عالي شورا باید ژر تر ژره نوموړی له دندې ګوښه او له خلکو  بخښنه وغواړي.
ډېری شنونکي چې آن له پیله د مدني ټولنو له فعالیتونو ناخوښه دي او د دوی فعالیتونو ته د شک او پرديپالو عناصرو په سترګه ګوري،په دې باور دي چې اسامه بن لادن ته د شهید خطاب نه بلکي د ښاغلي شهزاده شاهد دا وینا چې په هېواد کې د ناامنیو اصلي عامل امریکا ده او نور یې شتون ته اړتیا نشته ، د امریکایانو او د هغوی د ځینو استخباراتي کړیو سخته غوسه راپارولې او اوس غواړي ، چې د خلکو پام له دې ښکاره حقیقت په بلې خوا واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x