افغانستان

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت ۲۰ تنه بندي عسکر خوشي کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی مشر د کوچني اختر را رسیدو په مناسبت ۲۰ تنه بندي عسکر خوشي کړي دی.

د خبرپاڼې سره سم د شیخ هبة الله اخوندزاده په فرمان د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې شل تنه بندي عسکر له بنده ازاد شوي دي چې طالبانو یې نومونه او نور معلومات هم خپاره کړي دي.

باید وویل شي چې د طالبانو مشر د روژې په مناسبت هم ۶۲ تنه د اربکیانو، پولیسو او ملي اردو عسکر خوشي کړي وه او دهغوی څخه یې تعهد اخیستی وو چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ور ګرځي.

د طالبانو له لوري دخوشي شویو عسکرو نومونه په لاندي ډول دي:

۱= محمد داود ولد شاه کلیم دبادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ اوسیدونکی

۲= نقیب الله ولد ولي خان دننګرهار ولایت دکوټ ولسوالۍ اوسیدونکی

۳= بخت الله ولد معین خان دننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکی

۴= نورالحق ولد فضل الحق دکاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسیدونکی

۵ = سیدنور ولد میرزا سید دبغلان ولایت دشهرجدید ولسوالۍ اوسیدونکی

۶= روزي ولد تاغان دبلخ ولایت د شورتپه ولسوالۍ اوسیدونکی

۷= عبدالله ولد عبدالرحمن دبلخ ولایت د شورتپه ولسوالۍ اوسیدونکی

۸= حبیب الله ولد تاغیبک د تخار ولایت د ترغک ولسوالۍ اوسیدونکی

۹= امیرالله ولد قاري محمدهاشم دبغلان ولایت د برکه ولسوالۍ اوسیدونکی

۱۰= عبدالولي ولد یارمحمد دکندوز ولایت دامام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکی

۱۱= زلمی ولد حاجي یادګار دبدخشان ولایت دشهربزرګ اوسیدونکی

۱۲= سیدالله ولد محمدسعید دبغلان ولایت اوسیدونکی

۱۳= معراج الدین ولد ګلاب دبغلان ولایت دپلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري اوسیدونکی

۱۴= عبدالرزاق ولد بوتا دتخار ولایت اوسیدونکی

۱۵= ظفرالله دنورستان ولایت اوسیدونکی

۱۶= ذبیح الله دننګرهار ولایت اوسیدونکی

۱۷= محمدسوراب دکندوز ولایت اوسیدونکی

۱۸=غوث الدین ولد عبدالمنان دبلخ ولایت اوسیدونکی

۱۹= اجمل دکابل اوسیدونکی

۲۰= ضمیر دلغمان ولایت اوسیدونکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x