زابل: دسولي په نامه د فوټبال پيل سوي ټورنمينټ پاي ته ورسيد
په زابل کې دسولی په نامه دفوټبال پیل سوي ټورنمینټ پاي ته ورسید ددې ولایت دالمپیک امر وایی چې دغه ټورنمینټ یوه میاشت وخت ونیوي چې اتو د اې ګروپ لوبډلو پکی برخه اخستي وه نوموړي زیاتوي چې پدې لوبو کې اتحاد لوبډلی لومړي مقام، شیخ متی دوهم او ترنک دریم ترلاسه کړل.
په زابل کې دسولی په نامه دفوټبال پیل سوي ټورنمینټ داتحاد لوبډلی په بریالیتوب سره پاي ته ورسید دزابل دالمپیک امر محمد ویس عزیزي وایی چې دغه ټورنمینټ دالمپیک امریت په نوښت په لاره اچول سوي وو چې یوه میاشت وخت یی ونیوي نوموړی وایی چې په دغه ټورنمینټ دمرکز کلات د اې ګروپ اتو لوبډلو په کې برخه اخستي وه چې اخري لوبه داتحاد او شیخ متی لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چې دوه په دوه په مساوي ډول پاي ته ورسید او دامتیازونو په ډیروالی سره اتحاد لوبډلی لومړي مقام شیخ متي دوهم او ترنګ لوبدلی دریم مقامونه ترلاسه کړل .
ښاغلی عزیزي زیاتوي چې په پام کې لري په راتلوونکي کې په مرکز کلات کې دوالیبال، کرکیټ او نورو رزمي ورزشونو ټورنتمټونه هم پیل کړي ترڅو ددې ولایت لوبغاړي لوبو ته وهڅول سی او دلوبو مینه وال زیات سی.
مختار احمد اميري
کندهار راډیو ټلوېزیون ويب پاڼه