nawak and durrani

ناوک او د لنډې کیسې کرکټر

د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم،چې په ښارکې مې په يوکتاب سترګې ولګېدې،چې غټ پرې ليکل شوي و(مکتبۍ) ،دکتاب په يوه څنډه کې د دادمحمدناوک نوم مې هم سترګوته ودريد،نوم يې په زړه پورې و،تلوسه راسره پيداشوه،چې په مکتبۍ څه شوي دي؟مړه شوې؟که نه بيا دکوم ښوونځي پرنجونو تېزاب شيندل شوي ؟

په ذهن کې راسره بېلابېلې پوښتنې وي،پرکتاب دليکول پېژندګلوي هم وه، خو په زړه پوري خبره يې راته داوه،چې اوس مهال دننګرهارپوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي د دويم کال محصل دى.يوه ورځ له لرې راته ملګري وښووده،چې دادمحمدناوک هغه دى.خو پېژندنې يې ته يې هيڅ موقع په لاس نه راتله.

يونس تنوير راته يوه ورځ وويل:موږ په اطاق کې د پنجشنبې په ورځ ادبي غونډه لرو،ته هم راځه. له ده سره مې ژمنه وکړه،چې دا پنجشنبه حتما پاتې کېږم،هغه ورځ هم راورسېده،غونډه پيل شوه،دکره کتنې له پاره دناوک لنډه کيسه د( ازموينه) ترسرليک لاندې پرملګرو ووېشل شوه،اوس مې هم پرياد دي په کيسه کې ډېره تراژيدي وه، دکيسې کرکټر په څوشېبوکې دسخت حالت سره مخامخ کېږي،يو ورنه استاد دنقل په خاطرپارچه اخلي او نقل پرې ليکي،اوپه عين حالت کې خور ورته زنګ وهي چې په کور يې بمباري شوې،اوټوله کورنۍ يې وژل شوې.

په کيسه هر چا بېلابېل نظرونه ورکول، دکيسې دکرکټر خبره ډېره يادېده،چې کرکټربايد په کيسه کې مبارزه وکړي،ځان ستونزو ته ورنه کړي،خوټول په يوه خبره موافق و،چې په پښتوکې داسې اثر نه شته،چې دايې ښوولي وي.چې کرکټر څنګه وي؟

څنګه پيل شي؟ څنګه پاى ته ورسېږي؟ او…

ناوک مې دهمدې غونډو پربرکت داسې ملګري شو،چې ټوله ورځ به يو ځاى ګرځېدو،که په يوه خونه کې نه و،نو دى به له ماسره او زه به له ده سره وم.

د ثور مياشت وه، دناوک کمپيوټر کې مې پر يو فولډر سترګې ولګېدې_خپلې ليکنې_ فولډر مې خلاص کړ، چې بېلابېل سرليکونه په کې و،چې يو سرليک يې دلنډې کيسې کرکټر هم و،فولډرمې خلاص کړ،شپاړلس اوولس مخه به ليکل شوى وو،ناوک ته مې ْغږ ته کړچې داڅه شى دى؟
په خنداشو:خبرنه يې!په کتاب مې کار شرو کړى. خوداسې کتابونه نشته چې دماخذ په توګه ترې ګټه واخلم،ماوې ماسره يو کتاب شته،زه به يې درکړم،کېداى شي ګټه درته وکړي.ازموينې را ورسېدې،يوه ورځ يې راته ويل:کتاب مې بشپړ کړ،اوچاپ ته مې ورکړ،ازموينې خلاصې شوې،خو دناوک دکتاب څرک ونه لګيد.

په رخصتۍ کې چې به يې کله زنګ را وواهه،دسلام کلام نه وروسته به مې دکتاب پوښتنه کوله،رخصتۍ خلاصې شوې،هغه بله شپه يې کتاب په لاس کې و،او راته ډالۍ يې کړ.په ډالۍ کې يې ليکلي و:

خوشال دراني ته !

لکه ورور راته ګران دى،اولکه ورور ورته ګران يم.

مننه مې ورنه وکړه،خپل اطاق ته راغلم،کتاب مې پرانېست،او ورته کېناستم، دشپې يوه بجه مې کتاب خلاص کړ، ډېرپه زړه پورې و،هغه پوښتنې اوغوښتنې چې ماسره وي، ټولې په کې تقریبا حل شوې وې،کله به چې ماخپله لنډې کيسې ليکلې ،نوله ډېرو ستونزو سره به مخ کېدم،چې اوس مې هغه پوښتنې حل شوې وې.

په ژورناليزم کې د ليډ تعريف ځينې استادان داسې کوي،چې ليډ هغې خوږې مړۍ ته ورته دى چې خولې ته يې ور وړي او بېرته يې ونه غورځوي.په کيسه اوناول کې د نوم ټاکنه ډېره مهمه ده،ځينې نومونه داسې وي،چې سړى مجبورېږي،چې کتاب واخلي او ويې لولي،يا داقتصاد په اصطلاح مارکيټينګ يې ډېر قوي وي.دناوک په کتاب کې دلنډې کيسې له پاره مهم توکي په دې توګه ښوودل شوي:

نوم، پيل، تلوسه، دکيسې وړاندې کوونه، مکالمه، پاى.

په ريښتيا چې په يوه کيسه کې پورته شيان ډېر مهم دي، پخواني او اوسني کيسه ليکوال کيسه هغه داميرپتنوس دوخت په شان يې پيلوي،دلاټين تيته رڼا، د لمر وړانګې په کلي داسې راخپرې وي،شپه داسې خاموشه وه،لکه په دې دنيا چې هيڅ يوژوندى نشته او…

که داهرڅه په نوې بڼه په کيسه کې وړاندې شي،ديوه کيسه ليکوال مهارت څرګندوي،اوهرڅوک نه شي کولاى چې داکار وکړي.که څوک دناوک دلنډې کيسې کرکټر ولولي،نو په دې هرڅه به پوى شي،زه ناوک ته د نورو برياليتوبونو په پار د دعالاسونه لپه کوم،اوقلم يې همداسې ګړندى غواړم.

درنښت

ننګرهارپوهنتون
شپه غالى
١٣٩١٧٢٤

لیکوال: خوشال درانی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د