په اختر کې دا ستره دیني وجیبه مه هیروئ

قاري سعید

صله رحمي چې په پښتو کې ورته خپلوي پالنه وایي شرعا واجب عمل دی او پريښودل یې کبیره ګناه ده.ټول هغه خپلوان چې په محارمو کې راځي یعني که د دواړو له جملې یوه ښځه بل نر فرض کړې نکاح یې ترمنځ نه صحیح کیږي شرعا یې پالل واجب دي. لکه وروڼه،وریرونه، خویندې،خورزې،والدین، اولادونه،ترونه، ماماګان، ترورانې او د خسرګنۍ په واسطه خپلوان د دې ټولو سره خپلوي پالل واجب دي.ځیني علماء خو لا دا وایي چې له دې علاوه نور هغه چې مطلق خپلوان ورته ویل کیږي هم پالل یې لازم دي.

پالنه یعنې څه؟

له پالنې یا صله رحمۍ نه مطلب د هغوی ملاقات ته ورتلل، هغوی میلمانه کول،د هغوی پوښتنه کول، سلام ورلیږل، په ټیلفون یا مخامخ یې حال اخیستل، له هغوی سره مالي یا ځاني کومک کول، هغوی ته تحفې ورکول،دهغوی مشران خپل مشران او کشران خپل کشران بلل،د هغوی په خوښیو او غمونو کې شرکت،د هغوی د مریض پوښتنه، د هغوی جنازې ته ورتلل،د هغوی میلمستیا او دعوت قبلول،هغوی ته دعاء کول، د هغوی شخړې او مشکلات له منځه وړل، هغوی ته اصلاحي مشورې ورکول او داسې نور حسنه کارونه د صله رحمۍ عمده برخې بلل کیږي.

د صلې رحمۍ د وجوب او فضائلو په باره کې دومره آیتونه او احادیث راغلي چې یو مکمل کتاب ترې جوړیدای شي.نبي علیه الصلاة والسلام په خپلوۍ پاللو په مختلفو طریقو ټینګار کړئ یو ځای وایي د انسان د اونۍ عمل د جمعې په شپه پورته کیږي خو ددې عمل قبولیت تر صله رحمۍ پورې معلق دی او چا چې خپلوي نه وي پاللې اعمال یې نه قبلیږي. بل حدیث کې حضرت عایشه رضی الله عنها روایت کوي. چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپلوي د الله تعالی په عرش پورې راځوړنده ده او دا وایي چا چې زه وصل کړم( وپاللم) الله تعالی دې په رحمت ورسره وصل شي او چا چې زه قطع کړم د الله تعالی رحمت دې ترې قطع شي.

ما چې اول ځان او بیا نورو خلکو ته فکر کړئ یوه لویه ګناه چې موږ په کې مبتلاء یو خپلوي نه پالل دي. شاید د عمه، خاله، ماما او نورو خپلوانو پوښتنه مو په درست کال هم نه وي کړې. الله تعالی دې عفو وکړي.

اختر ددې درنې وجیبې د عملي کولو یو ډیر طلایي فرصت دی. هیله ده هر څوک له ځان سره د خپلو خپلوانو لیست جوړ کړئ او بیا مخامخ او یا هم په ټیلفون ورباندې پوښتنه وکړئ.

او په اخر کې ماته هم دعاء وکړئ چې الله تعالی دهمداسې کولو توفیق راکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دټولومسلمانانووروڼودی ددی نیکمرغه اخترمبارک سی اودشهیدان وکورنیوته دی الله ج صبرجمیل ورکی اوالله ج دی دوطن دشهیدانواجرونه په نهایی اندازه زیات کی،ملحدین،کونسټان،سیکولرستان ددی مبارکی روژی اواختره منکر دی،الله په قرآنکریم کی فرمایی: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۸﴾البقره،معنی:اوځنی خلک هغه دی چه وایی موږایمان راوړۍ دی په الله اوپه ورځی دآخرت اونه دی هغو ی ایمان راوړونکی(۸) يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۹﴾ هغوی دوکه ورکوی الله ته اوهغوخلکوته چه ایمان یی راوړۍ دی اونه ورکوی دوکه مګر ځانونوخپلوته خوهغوی نه پوهیږی (۹) فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا… نور لوستل »