
ایران، پاکستان او عمان د دوشنبې په ورځ اختر کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۳، ۱۳۹۶ل): د ایران رویت هلال کمیټې اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د روژې میاشت ونه لیدل شوه، ځکه به اختر په دوشنبه وي.
باید وویل شي چې پاکستان هم اعلان کړی چې نن د شنبې په ورځ به د میاشتې لیدلو لپاره د رویت هلال کمېټه ناسته کوي او د میاشتې لیدلو هڅه به کوی.
په ورته وخت کې خلیجي هیواد عمان هم اعلان کړی چې دوی د اختر میاشت ونه لیده، ځکه به اختر په دوشنبه وي.
د یادونې وړ ده چې نن د نړۍ په اکثرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې مسلمانان کوچنی اختر لمانځي.