افغانستان

طالبانو د اختر په لومړی ورځ شپاړس تنه نور بندي عسکر ازاد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۴، ۱۳۹۶ل): نن یکشنبه د اختر په ورځ طالبانو د کوچني اختر په مناسبت ۱۶ تنه نور عسکر او اربکیان د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې خوشي کړي دي.

د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۱۶ تنه د هغو عسکرو له جملې وو چې سږ کال د مارچ په میاشت کې طالبانو د کندهار د نیش په ولسوالۍ کې په حکومتي پوستو دعملیاتو په مهال ژوندي نیولي وو. د تیر مارچ په پنځمه په دې عملیاتو کې طالبانو د نیش په ولسوالۍ کې ۱۰ حکومتي پوستې ونیولې او ډیر شمیر عسکر یې هم اسیران کړل.

د طالبانو اعلامیه وایي چې دغه بندي عسکر د دوی د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې د کوچني اختر په مناسبت ازاد شوي دي. طالبان وایي له ازاد شویو عسکرو او اربکیانو یې قوي ضمانتونه اخیستي چې بیا به د دولت په لیکو کې نه دریږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له اختر نه یوه ورځ وړاندې په روزګان ولایت کې هم شل تنه بندي عسکر ازاد کړي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی دا اقدام ډیر وستایل شو او هغه د عسکرو له کورنیو او خپلوانو سره لوی احسان وبلل شو چې د طالبانو رحم او عاطفي چلند ترې څرګندیږي.

د اختر په لومړۍ ورځ د ازاد شویو عسکرو نومونه په لاندې ډول دي.

خالقداد ولد رازمحمد – عبدالقديم ولد مولاداد – عبدالرحيم ولد محمد صادق – فريداحمد ولد نادرجان – محمدالله ولد کوکوماما – نوراحمد ولد نيک محمد – عبدالطيف ولد عبدالکريم – نقيب الله ولد عطاجان – حشمت الله ولد حاجي رحمت الله – محمد زمان ولد شاجهان – رفيع الله ولد ملاخالقداد – ښادی ولد نظرعلي – محمدقسيم ولد نيازمحمد – محمديوسف ولد خيرالله – فيض الله ولد عزيزالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

الله دی خیر ورکړی هیله ده چی دولت هم د دوی بندیان ورخوشی کړی ځکه د هغوی کورنی هم خپلو بچو ته به په تمه یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x