افغانستان

پر ډاکتر عبدالله عبدالله مرګونی برید شوی

نن ټکی آسیا: نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ډاکتر عبدالله عبدالله پر موټریز کاروان د تر سره شوي برید او ځاني تلفاتو خبر ورکړل شو.
 طالبان وايي، په برید کې د عبدالله عبدالله درې ساتونکي وژل شوي او دوه رینجر موټر یې تخریب شوي .  

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په شیرخاني سېمه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین موټریز کاروان هغه مهال د دوی د جنګیالیو تر برید لاندې راغی،چې خپله عبدالله عبدالله هم پکې و.
نوموړی زیاتوي، چې پر یادو تلفاتو سربېره د نوموړي څو تنه نور ساتونکي ژوبل شوي هم دي؛ خو خپله د عبدالله عبدالله په اړه څه نشي ویلای.
ویل کېږي، چې جګړې کابو څو ساعته دوام وکړ او په ترڅ کې یې د څو ساعتونو لپاره د کابل- ننګرهار سړک د ترافیکو پر مخ تړلی و.

د ډاکتر عبدلله عبدالله د انتخاباتي سیالیو ویاند فضل الرحمن اوریا څو شیبې وړاندې د برید پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې خپله عبدالله عبدالله روغ رمټ دی او دا مهال په سروبي ولسوالۍ کې ایسار دی.

د یادونې وړ ده ، چې دد ۱۳۹۳ کال د ټولټاکنو لپاره پر ولاړو کاندیدانو  او د دوی پر ټاکنیزو کمپاینونو دا د طالبانو لومړنی برید دی،چې نن ترسره شو. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x