شعـــــرونه

غزل/ حمزه حسيني

حمزه حسيني

څوک مې خواخوږی شي یو څوک راته بلا غوندې شي
څوک مې مرهم شي او یو څوک راته وبا غوندې شي

زه وم ساده ما به په سپینو یقین سپین کولو
دا مې ګمان نه ؤ چې دوی به بې وفا غوندې شي

یو چا را پاکې کړلې زما پر جبین تلې اوښکې
یو چا بیا خار را کړو چې کاشکې په ژ ړا غوندې شي

پېرزو یې نه دي زما پر شونډو د خوښۍ مسکاوې
ما کړي افغان نور ټول جهان بیا امریکا غوندې شي

د دنیاګۍ په تحول کې نور ملال یمه زه
کاش شم شهید چې مې هغه ژوند لږ هوسا غوندې شي

د ښایستونو په ګلبڼ کې واخلم څو ګامونه
خزان پرې راشي ښکلا وخوري باغ تالا غوندې شي

د ترګمۍ قافلې تلونکي دي (حمزه) که خدای کړل
لمر به راوخیږي تورتم به سپین سبا غوندې شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x