
غزل/ سعادت کليوال
سعادت کليوال
ستا د یادونو قافلې لکه هوا تیریږي
یو ماذدیګر دی، خو محشر دی په دې خوا تیریږي
دلته د هرچا په خولګۍ دي څه ساړه اسویلي
له شپې یادونه د ملګرو تر صبا تیریږي
منزل مو ورک دی د آرام سیوري نه هم محروم یو
ژوند مو له داسې پړاوونو د صحرا تیریږي
یوه شیبه د ترحم په چا نظر نکوي
داسې ترخه ترخه وختونه د دنیا تیریږي
د یزدیانو له نظر څخه ئې پټ کړې خدایه
هغه حسین دی له هماغې کربلا تیریږي
د سعادت په زړه به ولې ګیلې نه را اوري
چه د خوښۍ نه ډک وختونه بې لتا تیریږي