افغانستان

حزب اسلامي: حاجي امان الله ژوندی دی، بېپلوټه برید د سولې خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د روژې میاشتې پر نهه ویشتمه شپه (۲۴ جون) د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د حزب اسلامي څخه خوابدی قومندان حاجي امان الله د امریکا په بېپلوټه الوتکه په نښه شو، هغه وخت د کونړ ځايي چارواکو وویل چې نوموړي قومندان ووژل شو، خو وروسته د حزب اسلامي رسمي سرچینو د حاجي امان الله د ټپي کېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

تېره ورځ دوشنبه (۵ چنګاښ) د حزب اسلامي له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د حاجي امان الله پر کور د بېپلوټه الوتکې برید د حکومت سره د شوي تفاهم خلاف عمل دی. او زیاته کړې چې حاجي امان الله د حکومت سره پر شوي تفاهم ځینې اندېښنې لرلې، چې دوی یې د حل په موخه هڅې پیل کړي وې او نوموړي لا تر اوسه د حکومت پر ضد وسله نه وه اوچت کړې خو بیا هم د بهرنیانو له لوري په نښه شو. چې دا کار د حکومت سره د شوې معاهدې خلاف عمل دی او د عاملینو د بدنیتی ښکارندویي کوي.

په خبرپاڼه کې د حاجي امان الله پر کور برید « تروریستي برید» بلل شوی او ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني دي ددغه پيښې په اړه د جدي او فوري څیړنې اوامر صادر کړي او په پېښه کې د عاملینو، محرکینو او کوردینات ورکوونکو د محاکمې او مجازاتو فوق العاده فرمان صادر کړي.

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید ویلي چې د حاجي امان الله پر کور راکټی برید دا په ډاګه کوي چې دښمن څومره حساس او د سولې پروسې د پلې کولو سره څومره مخالف دی.

باید وویل شي چې پر حاجي امان الله دبرید وروسته د کونړ امنيه قومندان غلام فاروق پرواني رسنيو ته ويلي وه، چې تېره شپه درې بجې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د شيګل ولسوالۍ په هلالزو سيمې کې د حکومت پر مخالفينو بريد کړی، چې له امله يې د قومندان امان الله خان په ګډون شپږ کسان وژلي دي. چې د هغوی څخه یې د ځینو نومونه هم: ګل محمد، امين الحق، شينا، محمداجان او تاج محمد یاد کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

کومه جدی پلتنی دی چالخوا کوم فوقولا ده امر کوم ولسمشر دی کومی خوا دی چالخوا فرمان صادیریدل کوم حزب اسلامی پرونی که ننه نی حزب اسلامی کوم حکمتیار پرونی که ننه نی حکمتیار حاجی امان الله خدای دشهادت قبول کر ه سرد د ملگرو حکمتیا اودغو اوسنیو حزبیانوته دیرد افسوس زای دی په زرها دافسوس زای دی خدای تعالی خومو د همدغو گوداگیانو په سیر ددجالیا نو په نوکریو کشی مردارکره …

اقبال

صالحی صاحب کشکی داسی دی لیکلی وی چه [ ولسمشر که د جان کیری حلقه بګوش بچه بیرش غلام ؟، د کوم ملحد خر له خوا فرمان ؟ کوم بی ننګه او څو مخی پلورل شوی د سوړجنګ اتل حکومتیار ؟ پرونی اسلامی که نننی سلامی حزب ؟ هغه بل ورځ د تهانی او دوستم ملګری او که د نن داعشی ملیشو قوماندان ؟ او ……….
د یو خبر له مخی خو ویل کیږی چه امان الله خان ژوندی او دوه ملګری یی په شهادت رسیدلی

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

اقبال صاحب عزیز سلامونه اونیکی هیلی درته وراندی کوم ماخپل ناچیزه ایمل ستا محترم حضرته لیژلی خوکچیری محترم مسئولین پخش کری نوزما ایمل نیمگری شوی زکه مانه غوشتل چه نیم گری شی خوماته میلمانه راغلل زماگوتی اشتبایی وه لگیدی نوایمل می ورک شوی نوکه پخششی یوسه نیمگری شوی زه ستاسی عزیز ورور نه اوله نو رومحترمو ورونو سخه عوزرخواهی غار م والسلام علیکم ورحمت الله تعالی وبکاته …..

اقبال

ستاسی پورتنی ایمیل هم په ځای او سم لیکلی مونږ ستاسی د ایمیل په امتداد او تعقیب څه ورسره زیات کړی ، داسی نه چه ستاسی دایمیل په خلاف مو څه لیکلی ، لکه څوک چه ووایی فلانی چرسی دی او زه ورته ولیکم چه تاسی اوس هم کم لیکلی هغه شرابی او وحشی هم دی .
مونږ ته ستاسی ایمان او تقوی په ډاګه ده چه د الله دشمنان ستاسی دشمنان او د الله چ دوستان ستاسی دوستان دی مننه کوم الله ج دی تاسی ته اجرونه او تر دی لا ډیر توفیق درکړی

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

محترم اقبال صاحب وروره اسلام علیکم ورحمت الله تعالی وبرکاته محترم وروره اول د مخه دکوچنی اخترمبارکی اوقبولی دروژی دمبارکی میاشتی دعباداتو اوطاعاتو درته غوارم زبه دغسی کوتاه کوتاه درته دزره خواله اودردونه وه لیکم چه دیره حوسله نه رازی کله کله می په اعصابو دغسی پشاروی چه هغه ایملوته هم نه شم کتلی زماایمل سه نا سه وژدوی خو پاک شو دی نود دیوه مسلمان ورور په حیث می درته پکشی درته دیردردونه لیکلی و خوزره مودردکوی هره ورززموژ اوستاسی په گران هیواد کشی دغم تغراوا روی زه چی دغه تاته اوس ایمل لیکم تر سترگ می وشکی زی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x