افغانستان

د امریکا جګپوړی پوځي چارواکی افغانستان ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د امریکايي رسنیو په حواله د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ تېره ورځ دوشنبه افغانستان ته رسیدلی دی.

ویل کیږي چې نوموړی به په دغه سفر کې د افغان چارواکو په ګډون په کابل او بګرام کې د امریکا او ناټو ځواکونو د جګپوړو جنرالانو سره هم وګوري.

ډانفورډ په داسي وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې په امریکا کې د افغان جګړې په اړه بحثونه تاوده دي او ویل کیږي چې د جولايي میاشتې په نیمايي کې به د اضافي ځواکونو اعلان وشي.

د امریکا دفاع وزیر دوه اونۍ وړاندي په کانګریس کې ویلي وه چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه ګټي خو له دې وروسته به دوی یو داسي پلان جوړ کړي تر څو تیري ناکامې تجربې تکراري نه شي.

ویل کیږي چې ټرمپ د افغانستان جګړې په اړه د پریکړي واک دفاع وزیر ماټیس ته ورکړې او نوموړي د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې ده.

ځینو رسنیو ویلي چې کیدای شي ماټیس د رواني اونۍ په پای کې په بروسلز کې د ناټو سازمان عمومي قومندانۍ ته سفر وکړي او د ناټو هیوادونو د پوځي چارواکو سره د اضافي ځواکونو په اړه بحث وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاب

زما د سیاسی څیړنو او ارزونو له مخی : لنډه به دومره ولیکم ، امریکایان د انګریزانو اولاده ده ، انګریزان هغه څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی، په دغه څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کی چه د ملی او بین المللی مافیه به میلونو ښکاره او پټو نظامی قوتو ، د بوښ او اوباما په منډو رامنډو او همدغه جنرال او نورو په هلو ځلو ونه توانیدل چه طالبان مهار کړی لا هغه غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره سمه او په پشو ودروی ، نو اوس چه یی هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x