سپين بولدک: د لقمان او جهانګیر په کلیو کې پاکستاني ځواکونه، بیرغونه او اغزن تار / ویډیو

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د بلوچستان ایالت د ایف سي ځواک یو جګپوړی جنرال د نورو پوځي چارواکو په ګډون د لقمان او جهانګیر کلي څخه لیدنه وکړه او په دغه سیمه کي يې ولسي خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ.

په سپين بولدک کې پر یادو دوه کلیو دوه میاشتي وړاندي پاکستاني او افغاني سرحدي ځواکونو جګړه وکړه او هر لوري دغه سیمه د ځان بلله. په جګړه کې ددواړو غاړو څخه په لسګونو عسکر او ولسي وګړي ووژل شول.

څه موده مخکې نن ټکی اسیا د سیمې د خلکو او د پاکستاني پوځ د ویاند په حواله خبر ورکړ چې پر کلیو باندي پاکستاني ځواکونو اغزن تارونه را تاو کړي او رسمي پوله یې ټاکلي ده.

کندهاري خبریال او د بېنوا وېب پاڼي مسؤول چلونکی «خالد هادي» پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې دغه کلي ټول ۵۰ کیلو متره مربع ځمکه لري او په سپين بولدک کې تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده.

نوموړي وویل چې له ډېره وخته د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د سپين بولدک اوسنی واکمن د رازق ورور «تادین» د یوه ځانګړي پلان او معاملې له مخې دغه افغانۍ ځمکه پاکستان ته ور خوشي کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني ځواکونو سره د سرحدي ځواکونو د جګړې وروسته د ولسي جرګې ځینو غړو جنرال رازق ته د غیرت مډالونه هم ورکړي وه خو پر هغه سربېره د پاکستان پوځ وتوانېد چې دغه دوه کلي د افغانستان له وجوده جلا او د پاکستان په نامه کړي.

ویډیو:


د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د