mutazad compaign

د ټاکنو روان کمپاینونه او متضاد دریځونه – ذاکر جلالي

ټاکنو ته یوه نیمه میاشت پاتې ده. د یوولسو نوماندو هڅې هم روانې دي. دا یوولس ټول په څرګنده د ولسمشرۍ دعوې لري؛ خو په زړه کې بیا موخې سره متفاوتې دي. څوک په رښتیا ولسمشري غواړي، څوک نور څاري، چې که د هر یوه د ګټلو چانس زیات شو، ورسره به شي. ځینې بیا داسې دي، چې د یوه او بل نوماند د ماتولو لپاره کارول کېږي.

حکومت په ټاکنو کې خپل ټیمونه وړاندې کړي. د ولسمشر کرزي په مخالفې پاشلې جبهې کې یوازې عبدالله-‌قانوني لوبغاړي دي. د عبدالله-ارغندیوال-محقق ايتلاف له همدا اوسه لړزانده برېښي. پرونۍ متحده جبهه نوره «متحده» نه ده. هر یو د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره ایتلافونه جوړ او ړنګ کړل. په دې ټاکنو کې تر پخوانیو هغو متفاوته پېښه شاید د حزب-جمعیت لړزانده ایتلاف وي، چې د حزب ارغندیوال څانګې او د (زوی) رباني په مشرۍ جمعیتي کړۍ د ایتلاف ننداره وړاندې کړې ده. په دواړو ګوندونو کې د دې ایتلاف له امله خپګان شته. له جمعیته هم یو شمېر فرهنګیان د «جمعیت فکر و عمل» تر سرلیک لاندې خپله لار جلا کړې ده. په حزب کې بیا دا پاشلتیا تر جمعیته لا څرګنده ده. د رباني له جمعیت سره د ارغندیوال د حزب ایتلاف ان ګلبدین حکمتیار هم اړوېست چې له خپل دریځ سره په بشپړ تناقض کې اقدام وکړي. حکمتیار چې د امریکایانو له راتګ سره د ولسمشر کرزي حکومت لاسپوڅی او ګوډاګی ګاڼه، څو څو ځله يې ورسره د خبرو اترو هڅې وکړې، چې د ولسمشر له لورې يې هڅې جدي ونه نیول شوې، دوی هم لږ په کراره کېناستل. مګر له عبدالله سره یې د ارغندیوال څانګې ایتلاف حکمتیار اړوېست چې له خپل دریځ سره په تضاد کې دا موقف ونيسي. حکمتیار، له خپل خوا قطب‌الدین هلال لوبې ته رامخکې کړ. د هلال ماتې څرګنده ده. حکمتیار د هلال له لارې صرف همدا غواړي، چې عبدالله مات کړي. حکمتیار پر دې ښه پوهېږې، چې په کابل کې ټاکوونکی لوری هلال نه مني.  
سربېره پر دې د جمعه خان همدرد او وحیدالله سباوون له خوا د حزب یوې هستې تر دې دمه له عبدالله د ملاتړ مخالفت کړی، مګر لا یې دریځ څرګند کړی نه دی، چې له چا به خپل ملاتړ اعلانوي. د دې کړۍ له وروستي دریځه ښکاري، چې دوی هم د عبدالله له نوماندۍ سره مخالف دي. دوی دوې لارې لري، یا له حکمتیار سره نژدېتوب او یا هم له کرزي سره. خو د دوی تېر ته په پام سره، داسې نه ښکاري، چې دوی دي د کرزي مخالفت وکړي. دوی به هم ضرور د کرزي په خوښې د کوم نوماند ملاتړ کوي.

په ټوله کې دا یوولس نوماندان پر درېوو کټګوريو وېشلای شو: حکومتي ټیم، یوازې عبدالله او بې‌طرفان. ځینې ګنګوسې څرګندوي، چې ارګ لا پرېکړه نه ده کړې چې له کوم نومانده ملاتړ وکړي. کرزي لا هم د اشرف غني او زلمي رسول ترمنځ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. ولسمشر استاد سیاف ته هم د یو چا په سترګه ګوري، مګر له استاد سیاف سره د هزاره‌ګانو ستونزې او د «ټاکوونکي ځواک» اندېښنې، هغه څه دي، چې کرزی یې له ملاتړه ټکنی کړی دی. عبدالله یوازې پاتې دی. نه ټول هزاره ګان یا اهل تشیع د محقق لپاره له عبدالله ملاتړ کوي او د ارغندیوال یا محمد خان حزب خو تر پخوا ډېر پاشلی او وېشلی دی. له دغو دوو کټګوريو پرته، پاتې نوماندو کې ډېر لنډمهالي ماموریتونه لري. ځینې د رایو د وېشلو په موخه راغلي، تر څو د یوه او بل نوماند د بریا مخنیوی وکړي او ځینې بیا لوبې ته ځیر دي، که په ټاکنو کې د هر یوه پله درنه شوه، دوی به یې هم ملاتړ ته ودانګي او د کومې څوکۍ مالکان به شي.

یوه مسئله چې ډېره رڼه او څرګنده ده، هغه دا ده چې د افغانستان په ټاکنو کې لومړۍ او تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې دلته پراخ نړیوال شتون دی چې په داسې وضعیت کې د رڼو او بې‌پرو ټاکنو د ترسره کېدو خبره تقریباً محال ده. نړیوالې او سیمه‌ییزې لوبې که په پام کې ونیسو په اوسني وضعیت کې په هېڅ ډول دلته فعال لوبغاړي تیار نه دي، چې ټاکنې رڼې ترسره شي او د دوی ګټې او موخې په پام کې ونه نیول شي. دا مسئله اصلا د بحث وړ نه ده، ځکه په سیاست کې دا د لوبې یوه منل شوې برخه ده، استخبارات او نورې فعالې کړۍ همدا وخت د خپل راتلونکي لپاره پلانونه کوي.

روان وضعیت ته په پام سره، بهرنیان ټاکنې یوازې په لومړي رونډ نه خلاصه کوي. د تېر په څېر به بیا له ناندریو او شخړو وروسته دویم پړاو ترسره کېږي، چې هلته بیا طبیعي ده، نړیوالو ته منلی نوماند ګټونکی اعلانېږي.

ذاکر جلالي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د