نړۍ

امریکا: کانګریس د ملیاردونو ډالرو تړونونه د خلیجي شخړي پر حل مشروط کړل

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۶ل): د امریکا په کانګریس کې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر بوب کورکر د سعودي سره د امریکايي وسلو وروستي تړونونه د خلیجي هیوادونو تر منځ د اختلاف پر حل باندي مشروط کړل.

نوموړي وویل چې تر څو پر قطر باندي د محاصرې شخړه پای ته نه وي رسېدلې، تر هغو به د خلیجي هیوادونو سره د وسلو پر تړونونه موافقه ونه کړي.

د شنوونکو په نظر که څه هم د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزارت د سعودي سره په ملیاردونو ډالرو تړونونه امضا کړي دي خو تر څو چې د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې او دفاعي کمېټې له لوري موافقه باندي ونه شي، نه شي عملي کېدلای.

بوب کورکر د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته په یوه لیږلي لیک کې ویلي، تر څو د قطر سره د خلیجي هیوادونو شخړه پای ته نه وي رسېدلې تر هغو به د وسلو پر تړونونه باندي موافقه ونه کړي.

باید وویل شي چې سعودي، امارات او بحرین + مصر پر قطر باندي د جون ۶مې نیټې راهیسي هر اړخیز بندیزونه لګولي دي او هر راز دیپلوماتیکي اړیکې يې ورسره پرې کړي دي.

بوب کورکر د امریکا په کانګریس کې د جمهوري ګوند سناتور دی، نوموړي وویل چې خلیجي هیوادونو د ټرمپ سره د سرمشریزې غونډې څخه مثبته ګټه پورته نه کړه بلکې په خپل منځي اختلاف کې کښېوتل. او زیاته یې کړه چې ټول خلیجي هیوادونه باید تروریزم پر ضد جګړه کې هڅې زیاتې کړي… د خلیجي هیوادونو تر منځ شخړې به د اسلامي دولت او ایران پر ضد کوششونه کمزوري کړي.

باید وویل شي چې نن د سې شنبې په ورځ د کویټ او قطر بهرنیو چارو وزیران په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن سره ګوري.

کویټ د قطر او سعودي + امارات تر منځ منځګړیتوب کوي چې د قطر په شمول د ټولو نړیوالو جهتونو له لوري ورته د منځګړي په توګه کتل کیږي.

د یادونې وړ ده چې ریاض ته د سفر پر مهال ډونلډ ټرمپ د سعودي سره د وسلو په برخه کې د ۱۱۰ ملیارده ډالرو تړونونه امضا کړل. خو د کتونکو په نظر ددې تړونونو د عملي کېدو لپاره بیا هم ډېرو اجراءاتو ته اړتیا لیدل کیږي چې په هغو کې د کانګریس موافقه هم ضروري ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x